یوې ناوي له واده کولو ولې انکار وکړ؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124744-یوې_ناوي_له_واده_کولو_ولې_انکار_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په ظفروال سیمه کښې یوې ناوي له واده څخه په انکار کولو سره داسې کار وکړ چې په ورا کښې شریک خلک د ناوي د کور له دروازې خالي لاس ستانه شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2022 09:13 Asia/Kabul
  • یوې ناوي له واده کولو ولې انکار وکړ؟

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په ظفروال سیمه کښې یوې ناوي له واده څخه په انکار کولو سره داسې کار وکړ چې په ورا کښې شریک خلک د ناوي د کور له دروازې خالي لاس ستانه شول.

د ناوي له واده څخه د انکار کولو دغه پیښه د پاکستان د ظفروال سیمې په لوهاره کلي کښې هغه وخت رامینځته شوه چیرې چې ناوي له واده څخه په انکار کولو سره د ورا د راتلو په وخت د خپل کور دروازه له داخل څخه بنده کړه.

کله چې په ورا کښې ګډون کونکو خلکو ولیدل چې د ناوي د کور دروازه بند ده نو هغوې خالي لاس لاړل.

د ودګني خور ویلي دي چې د ناوي کورنۍ وايي ودګنی ګونګی دی یعني هغه خبرې نشي کولای نو ځکه خو دوې دغه واده نه کوي.