د اسلامي ایران پرمختګ به هیڅکله و نه دریږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124900-د_اسلامي_ایران_پرمختګ_به_هیڅکله_و_نه_دریږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې هیڅکله به د هیواد پرمختګ بند نشي وویل دغه مشکلات چې دښمانانو رامینځته کړي دي په ټول هیواد کښې د خلکو له مقاومت او له ناکامه کیدا سره مخامخ شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2022 07:42 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران پرمختګ به هیڅکله و نه دریږي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې هیڅکله به د هیواد پرمختګ بند نشي وویل دغه مشکلات چې دښمانانو رامینځته کړي دي په ټول هیواد کښې د خلکو له مقاومت او له ناکامه کیدا سره مخامخ شوي دي.

هغه نن د ایران د بیرجند د «شهید کاوه» نړیوال ډګر ته په رسیدا سره وویل د ایران پرمختګ به مخ دوام ولري او هیڅکله به ونه دریږي.

د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې خراسان جنوبي ولایت د ایران د علم او د کلتور په ولایت مشهور دی وویل د ایران د خراسان جنوبي ولایت ظرفیتونو ته تل پام اوښتی دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د کابینې له یوشمیر غړیو سره یوځاې د خپلو ولایتي سفیرونو د دوهم پړاو په لومړي سفر کښې نن بیرجند سیمې ته ورسید.

د یوې جینۍ مهسا امیني د مړینې په پلمه په ایران کښې د بلواو رامینځته کول یوځل بیا سبب شول چې د ایران د اسلامي جمهوریت دښمانان له هغو د ایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې او زیاتو بلواو ته د خلکو د هڅولو لپاره د یوه فرصت په توګه استفاده وکړي.