سمندري اس دوه کلن ماشوم روغ تیر کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د افریقا د لوې وچې په یوګانډا هیواد کښې یوه عجیبه پیښه رامینځته شوه چیرې چې یوه سمندري اس(sea horse) دوه کلن ماشوم روغ تیر کړ او بیا یې ژوندی له خیټې راوویست.
دغه پیښه د یوګانډا هیواد د ایډورډ جهیل(Edward Lake) څنډې ته رامینځته شوه چیرې چې دوه کلن ماشوم له جهیل څخه په یو کلومیټرۍ کښې خپل کور ته نږدې په لوبو بوخت و.
سمندري اس له اوبو راووت او د ماشوم کور ته نږدې ورغی او د بچي روغ تیرول یې پیل کړل.
په دې وخت کښې یوه ځايي سړي په سمندري اس باندې د کاڼو ګوزارونه وکړل.
د کاڼو له ګوزارونو وروسته سمندري اس بچی ژوند له خیټې بهر راوویست او هغه بیرته جهیل ته ورغی.
د یوګانډا پولیسو وویل چې دا په خپل ډول لومړۍ پیښه ده چې سمندري اس له جهیل څخه دومره لیرې په تلو سره په کوم چا حمله کړي وي.
سمندري اس ماشوم نیم تیر کړی و چې د ځايي زړور کس د هڅې په وجه د ماشوم ژوند بچ پاتی شو.
د سمندري اس د حملې له کبله دغه ماشوم ژوبل شوی چې اوس په روغتون کښې بستري شوی دی.