امریکا د ایران پرضد نور بندیزونه هم ولګول
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا خزانې وزارت د ایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې او د تهران پرضد د زیات دباو د سیاست په دوام کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په پلمه د ایران پرضد نوي بایکاټونه ولګول.
امریکا په نړۍ کښې د بایکاټونو تر ټولو ستر لګونکی هیواد ګنل کیږي کوم چې د خپلو ګټو او د هدفونو په لړ کښې د نورو هیوادونو پرضد د ډول ډول بندیزونو په لګولو کښې تر ټولو زیاته مخینه لري.
د امریکا خزانې وزارت پرون وویل د ایران د پینځو پوځي چارواکو نومونه او د ایران د اسلامي جمهوریت له پولیسو سره د یوه اړونده شرکت نوم یې د بایکاټونو په فهرست کښې شامل کړی دی.
د ایران د لوی څارنوال حجت الاسلام محمد جعفر منتظري نوم د امریکا د خزانې وزارت لخوا په معرفي شوي فهرست کښې لیدل کیږي.
امریکا د ایران پرضد د پخواني ولسمشر ټرمپ د زیات دباو سیاست ته اوس هم دوام ورکړی دی او د بشري حقوقو په پلمه یې په ایران کښې د ناکراریو په ملاتړ کولو سره تراوسه له اروپايي هیوادونو سره یوځاې د ایران پرضد نور بندیزونه هم لګولي دي.