د یمن د کلابندۍ ختمول ضروري دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125438-د_یمن_د_کلابندۍ_ختمول_ضروري_دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یوې بشر دوستانه چارې په توګه د یمن د کلابندۍ په ختمیدا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2022 00:27 Asia/Kabul
  • د یمن د کلابندۍ ختمول ضروري دي

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یوې بشر دوستانه چارې په توګه د یمن د کلابندۍ په ختمیدا ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د عمان په پلازمینې مسقط کښې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت له لوړرتبه مرکچي محمد عبدالسلام سره په کتنه کښې د خپلو حقوقو په ترلاسه کولو کښې د یمن د خلکو د مقاومت قدرونه او د یمن له خلکو د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ ټینګار وکړ.

خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت تل د یمن د کړکیچ لپاره د سوله ییزې حل لارې د موندلو پرضرورت ټینګار کړی او د یمن د سیاسي ډلو ترمینځ خبرې اترې د یمن د یوې داخلي چارې په توګه د پام وړ چاره ګڼي.

هغه ټينګار وکړ د یوې انساني چارې په توګه د یمن کلابندۍ باید لغو شي او د هیواد خلک وکولای شي  د طبیعي ژوند له شرایطو برخور شي.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لوړرتبه مرکچي محمد عبدالسلام هم د یمن له ملت څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په قدرونې سره د خپل هیواد د وروستیو حالاتو په هکله یو راپور وړاندې کړ.

سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له امریکا ، صهیونیسټ رژیم او بریتانیا سره یوځاې د یمن د بې  ګناه خلکو پرضد له دوه زره پینځلسم میلادي کال څخه جنګ او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی.

د یمن جنګ د څه د پاسه یولس زره بې ګناه خلکو د وژل کیدا سبب شوی دی.