د ایران دپوځ ذوالفقار ۱۴۰۱نومې ګډه پوځي مانوره نن شپه پيلیږي
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ مرستیال غږملونکي ، نن شپه په جاسک سیمې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د ؛ذولفقار۱۴۰۱نومې ګډې پوځې مانورې د پیلیدا خبر ورکړ.
ایرن پریس خبری آژانس راپور ورکړ، داسلامی ایران د پوځ د ذوالفقار ۱۴۰۱نومې ګډې پوځي مانورې قوماندان امیر البحر حبیب ا... سیاري نن په خبري ناستې کې ووئيل، دغه مانوره نن شپه په جاسک سمیې او د هرمز تنګي په ختیځ کې د هند سمندر ترشمال پورې د ؛یازهرا سلام ا...علیها په رمز یا کوډ ورډز سره پیلیږي.
امیر الحبر سیاری زیاته کړې ، دغه مانوره د پلي، زغروالو یونټونو ،مځکني ځواک مکانیزي یونټ، د هوافضا مخه نیونکي ځواک ددفاعي سسټمونو ، سطخي او له سطې لاندې کشتیو او اوبتلونو ،الوت کونکو او دسمندری ځواک ځانګړي یونټونو،دهوائي ځواک د سټراټژيکو جنګي الوتکو په ملاتړ سره د یونټونو په شتون سره،د ؛ په ځان باورئ، اقتدار،تل پاتې امنیت په چورلیزي شعار سره اجرا کیږی.
امیر البحر حبیب ا... سیاري د د ګډو عملیاتو په صحنې کې د ایران دپ وځ د څلورو واړو ځواکونو ددفاعي قدرت ننداره او ګډو عملیاتو د ارزونې او هدایتونې او اجرا او پلانونې لپاره د مهارت دسوئې لوړتیا،ددغې مانورې موخې وبللې او وې وئيل،د ذوالفقار ۱۴۰۱ ګډې مانورې کې به هڅه وشي د ایران دپوځ د څلورو واړو ځواکونو،دخاتم الانبیاء(ص) دهوافضا مخه نیوکو سسټمونو د غونډ،ډرونز، الیکټرانیک جنګي سسټمونو او د جنګی یونټونو د وړتیاؤ په کارولو کې د اسلامی ایران د پوځ د تابع ځواکونو د قوماندانانو او کارکونکو د مهارت او اطلاعاتي استعداد او د غه راز دعملیاتو په ډګر کې د مخه نیونې د توان او جنګي چمتووالی لوړتیا نندارې ته وړاندې شي.
د ایران د پوځ مرستیال غږملونکي،له سیمې د ورآخوا هیوادونو په تیره بیا د امریکا او انګلستان وتل،په سیمې کې د ثبات د رامینځةکولو لپاره ضروري وبلل او نتیجه ئې سیمې ته د سولې او ثبات بیرته ستنیدا وبلله او وې وئيل، دسیمې امنیت،ثبات او سوله د سیمې د هیوادونو په مټ تحقق موندلی شي.