Jan 01, 2023 16:00 Asia/Kabul
  • دشهیدسلیماني سترکاردمقاومت د جبهې ساتل ، وده، احیااوسنبالول وو

حضرت امام خامنه ای له صیهونیسټانو سره په مقابله کې د فلسطینیانو پرمختګ او په عراق ، سوریې او یمن کی د مقاومت بریاو ته په اشاری سره زیاته کړه سردار سلیماني د سپیڅلی دفاع د کلونو له تجروبو او خپلو ملګروله سلاومشورو په استفادی سره مقاومت د هماغو هیوادونو په داخلي امکاناتو په تکیې سره پیاوړې کړ .


د رهبرۍ ستر مقام حضرت امام خامنه ای د مقاومت جبهې ته تازه روح پو کول د سردار شهید قاسم سلیماني ډیر ستر او اساسی کار وباله او زیاته یې کړه سردار سلیماني د مقاومت په مادي ، معنوی او روحي پیاوړتیا سره د صیهونیسټ رژیم و امریکا او نورو استکباري هیوادونو په وړاندې دغه تلپاتي او وده لرونکی ښکارنده سنباله ، احیا اووساتله .

حضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای نن د سردار سلیماني  له کورنۍ اود لمانځلو کمیټۍ له غړیو سره په کتنه کې د سردار سلیماني د مجاهدت په اړه د بی بدیله انسان په توګه د سید حسن نصرا... ګواهی د مقاومت په احیا کې د سردار سلیماني د کار د اهمیت په  درک کې ستر باب وباله .

حضرت امام خامنه ای له صیهونیسټانو سره په مقابله کې د فلسطینیانو پرمختګ او په عراق ، سوریې او یمن کی د مقاومت بریاو ته په اشاری سره زیاته کړه سردار سلیماني د سپیڅلی دفاع د کلونو له تجروبو او خپلو ملګروله سلاومشورو په استفادی سره مقاومت د هماغو هیوادونو په داخلي امکاناتو په تکیې سره پیاوړې کړ .

د رهبرۍ ستر مقام همداراز د داعش د سترې مسلې د ختمولو اود هغې د ډیرو جرړو له مینځه وړل د سردار سلیماني له مهمو کارونو وبلل او زیاته یې کړه شهید سلیماني په هغه قضییه کې هم ښه امتحان ورکړ .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود همداراز دسپاه د قدس ځواک د قوماندان سردار اسماعیل قااني له ستایونکیو فعالیتونوپه قدرونی سره وفرمایل د مقاومت ټولګه ځان د اسلامی ایران  سټراتیجیکه ژورتیا او د اسلام لاسونه او وزر بولي او دغه حرکت به په همدې لړ کې دوام ولرلې شی .

د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیمانی په ۲۰۲۰ میلادي کال کې عراق ته د رسمي سفر پر مهال د بغداد په هوایي میدان کې د حشد الشعبي له مرستیال ابومهدی المهندس سره یو ځای د امریکا د هغه وخت د ولسمشر ټرمپ په حکم په یوه جنایتکارانه او غیرقانوني اقدام کې د امریکاد هوایي ځواکونو له لورې په نښه او په شهادت ورسېدل.

 

ټیګونه