د الاقصی جومات د سپکاوي د غندلو لپاره باید اقدام وشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125834-د_الاقصی_جومات_د_سپکاوي_د_غندلو_لپاره_باید_اقدام_وشي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د الاقصی جومات له سپکاوي وروسته د پاکستان او د کویت له بهرنیو چارو وزیرانو او د اسلامي ملګرتیا موسسې له سرمنشي سره سلامشورې ته په اشارې سره په دې هکله د اغیزشیندونکي اقدام پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2023 00:11 Asia/Kabul
  • د الاقصی جومات د سپکاوي د غندلو لپاره باید اقدام وشي

فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د الاقصی جومات له سپکاوي وروسته د پاکستان او د کویت له بهرنیو چارو وزیرانو او د اسلامي ملګرتیا موسسې له سرمنشي سره سلامشورې ته په اشارې سره په دې هکله د اغیزشیندونکي اقدام پرضرورت ټینګار وکړ.

حسین امیر عبداللهیان پرون وویل چې ما د پاکستان او د کویت له خارجه وزیرانو او د اسلامي ملګرتیا موسسې له عمومي منشي سره ټیلي فوني سلامشورې کړي دي او د دوه اړخیزه او د څو اړخیزه اړیکو تعقیبول په اجنډا کښې شامل وو.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه په دغو سلامشورو کښې الاقصی جومات ته د صهیونیسټ رژیم د سپکاوي او دیني مرجعیت ته د فرانسې د شارلي ابډو مجلې د سپکاوي په غندلو ټینګار وشو.

هغه یوځل بیا د اسلامي حکومتونو د ټولنو او د اسلامي ملګرتیا موسسې د اغیزشیندونکي اقدام پرضرورت ټینګار وکړ.