د امریکا د ولسمشر وینا د استعمارګرۍ پړاو ته بیرته ستنیدل دي
(last modified Sun, 08 Jan 2023 22:53:28 GMT )
Jan 09, 2023 03:23 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشر وینا د استعمارګرۍ پړاو ته بیرته ستنیدل دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سپکاوي ډکو څرګندونو ته په اشارې سره چې د نړۍ ټول هیوادونه یې د امریکایانو شلیدلي پتلون ته ورته بللي وو وویل د بایډن وینا د استعمارګرۍ د پړاو کلتور ته یو ډول بیرته ستنیدل دي.

هغه پرون وویل د نړۍ د ملتونو او د حکومتونو په سپکاوي کولو کښې د امریکا د ولسمشرانو څرګندونې مخینه لرونکي دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ډاګینه کړه د امریکا د ولسمشر وینا د استعمارګرۍ د پړاو کلتور ته یو ډول بیرته ستنیدل او د دغه ادعا دلیل دی چې د ښځو د حقوقو او د بشري حقوقو په دفاع کښې د امریکا د دوکه ورکونکو خبرو شاته وحشي هیبت او فرعوني روحیه پټه ده.

هغه دغه راز د ایران د خلکو انساني او دیني ارزښتونو او مذهبي مشرانو ته په سپکاوي کښې د فرانسې د« شارلي هیبډو» مجلې له سپکاوي ډک اقدام وغاند او ډاګینه یې کړه له سپکاوي کار اخیستل او د ازادۍ په پلمه سپکاوی د سپکاوي کونکو کسانو د منطق د پوچوالي او په ایران کښې د ناامنیو او د بلواو د دسیسو نتیجې ته په رسیدا باندې د هغوې د ناهیله کیدا روښانه ګواهي ده.