لویدیځي هیوادونه د بیان د آزادۍ په باب  ریاکار چلند کوي
(last modified Tue, 10 Jan 2023 08:04:49 GMT )
Jan 10, 2023 12:34 Asia/Kabul
  • لویدیځي هیوادونه د بیان د آزادۍ په باب  ریاکار چلند کوي

 محمد مرندي ووئیل،د فرانسې دغې خپرونې  یوازې ددینی اوسیاسی مرجعیّت سپکاوی نه دی کړی،بلکې هڅه ئې کړې ده،د ایرانیانو او په لویدیځي آسیا کې د سلګونو میلیونونو  خلکو  ددین او کلتور هم سپکاوی  وکړي. هغه زیاته کړې ده ،فرانسه همداراز رسندوئې لمسوي چې په ایران کې د بلواؤ  ملاتړ وکړي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال ایټمی مرکچي ټيم سلاکار او دسیاسی چارو کاربوه  محمد مرندي له رشیا ټوډې خبری چینل سره په مرکې کې ووئيل،د فرانسې شارلی ابدو خپرونې چې له دې مخکې ئې د اسلام دګران پیغمبر(ص)په شان کې  سپکاوی کړیؤ ،په داوروستیو کې ئې ددینی او سیاسی مرجیعیّت د سپکاوي کونکو کارټونونو د خپرولو په موخې سره یوه سیالۍ ترسره کړې چې په دغې خپرونې او همدناراز د هغه څه په زمینې کې چې د بیان آزادي ئې نوموي، دفرانسې پر سیاستونو ئې هم په ځان پسې ډيرې نیوکې درلودلي دي.

 محمد مرندي همداراز ووئیل،د فرانسې دغې خپرونې  یوازې ددینی اوسیاسی مرجعیّت سپکاوی نه دی کړی،بلکې هڅه ئې کړې ده،د ایرانیانو او په لویدیځي آسیا کې د سلګونو میلیونونو  خلکو  ددین او کلتور هم سپکاوی  وکړي. هغه زیاته کړې ده ،فرانسه همداراز رسندوئې لمسوي چې په ایران کې د بلواؤ  ملاتړ وکړي.

 د ایران دغه لوړپوړي سیاسی کارپوه ددې خبرې په کولوسره چې د دوي له نظره آزادي ، دایران له نظره  له آزادۍسره توپیر لري،ټينګار وکړ،هغه وخت چې ایران وغواړي، خپل غږ  دنړیوالو غوږونو ته ورسوي،فرانسه او نور لویدیځي هیوادونه د ایران رسانۍ بایکاټوي . اروپائي اتحادئې دتیر کال نومبر په وروستیو کې له ډيموکراسۍد پلویتوب په پلمه د ایران د اسلامی جمهوریت یو شمیر ادارو او شخصیَتونو ترڅنګ د ریډیو اوټيلیویژني ادارې سره اړونده پریس ټي وي انګریزي ژبې چینل او ورسره اړونده فعالیتونه بایکاټ کړي دي.