دایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
د ایران د اطلاعاتو وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائيلو دموساد جاسوسی ادارې شپږ عملیاتي ټيمونه پيژندلي او ددغې جاسوسۍ ادارې دیارلس عملیاتي عوامل ونیول.
کیهان
نوموړی ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو ترڅنګ لیکی چی د ایران اطلاعاتو وزارت په موساد یو بل سخت ګوزار وکړ ، په شپږو میاشتو کې یې د کرایې ترهه ګرو او شرغواړو شپږمه شبکه له مینځه یوړه .
ورځپاڼه په دې اړه په یوه مفصل راپور کې لیکی چی په تیرو شپږو میاشتو کې دا دجعلی اووحشي صهیونیسټي رژيم دوهمه ستره عملیاتي او اطلاعاتي ماته وه چې تل د ایران داسلامی جمهوریت د امنیت د ساتونکو له ویښو اوسرښیندونکو میړنیو سربازانو له کلک ځواب سره مخ شوي دي. د ایران د اطلاعاتو وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائيلو دموساد جاسوسی ادارې شپږ عملیاتي ټيمونه پيژندلي او ددغې جاسوسۍ ادارې دیارلس عملیاتي عوامل ونیول.
د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت په اعلامیې کې د موساد جاسوسي ادارې پر څلورو عملیاتي ټیمونو کلک ګوزارونه کړي او وئيلي ئې دي، دایران د امنیتی مامورانو دشپې ورځې په مجاهدت سره ،ددغو ټيمونو یو شمیر غړي هم نیولي دي.
په دغې اعلامیې کې ويل شوي دي چی په دغه ترهه ګرچینل کې په تهران، اصفهان،یزد،اذربایجان غربی او ګلستان ولایتونو کې د موساد ۲۳عملیاتي او پشتیبانۍ وګړي او ترهه ګرپيژندلي او تردې دمه د ایران په داخل کې دیارلس کسان نیول شوي اود هغوي مختلفو عملیاتي تجهیزات او وسایل هم کشف او ضبط کړي دي.
همداراز په دغې اعلامیې کې راغلي دي،ددغه چینل سرغنې سروس په نامې سره یو کس په یوه اروپائي هیواد کې هستوګن دی او د ټولنیزو چینلونو له لارې پيژندل شوي چې د هیواد په داخل کې ئې له عملیاتي وګړو سره په پیل کې ارتباط ټینګاوۀ.همداراز په دغې اعلامیې کې روښانه شوې ده، د وروستیو اطلاعاتو په اساس موساد جاسوسی ادارې دایران په مختلفو سیمو کې د وروستیو بلواؤ له فضا د ا ستفادې په موخې سره د ایران په سترو ښارونو کې د ورانکارو عملیاتو او دغه راز د یوه لوړپوړي پوځي چارواکي دترور او دغه راز د هیواد د جنوب له سمندري پولو څخه د خطرناک او چاودیدونکي موادو دمنتقلولو هڅه کوله چې ټول عملیاتي وګړي له هر ډول اقدامه مخکې وپيژندل او د قانون په منګولو کې ګیر شول.
کیهان ورځپاڼه د نړبوالو خبرونو په پاڼه کې نورو خبرونو ته اشاره کوی او لیکی چی هاارتص ورځپانۍ لیکلی دی تر دې مخکې چی اسراییل په اور کې ونه سوزی د نتانیاهوکابینه نسکوره کړئ .
د لبنان حزب ا..ږ غورځنګ د شارلی هیبدو د سپکاوی په غبرګون کې ویلی دی امام خامنه ای یوازې د یوه هیواد رهبر ندې بلکې د امت امام دې .
د نوشهر د بلواګانو یو بل اصلي مشر په پانۍ محکوم شو .
د کاناډا دفاع وزیرې انیتا اناند د اوکراین په جنګ کښې د خپل هیواد د لاسوهونکو سیاستونو په دوام کښې په اوکراین کښې د جنګ په پلمه د کي یف لپاره د امریکا د جوړو توغندیو د اخیستلو خبر ورکړ .
جمهوری اسلامي
دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو ترڅنګ په غټو ټکیو لیکلی دی چی اسلامي ایران او عربستان د راتلونکی کال د حج په اړه موافقه وکړه .
د ایران د اطلاعاتو وزارت په یوه بیانیه کی د اسراییلو د جاسوسی ادارې موسلاد د څلورو عملیاتی ټیمونو د غړیو د پیژندلو او نیولو خبر ورکړ .
د طالبانو ویندوی ویلی دی چی چین زمونږ سره په ملګرتیا کې ژمن دې .
د اورکاین ولسمشر زلنسکی ادعا کوی چی روسیې د اوکراین سولدار ښار د نیولو په هدف له خاورې سره خاورې کړې دې .
امریکا په عراق کې د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ د نوی نسل په احیا کولو پسې ده .
د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د سوریې د خارجه وزیر له مرستیال سره په کتنه کې په سیمه کې د ثبات د تینګولو لپاره د ایران او سوریې په نږدې ملګرتیا ټینګار وکړ .
د پاکستان د تحریک انصاف د مشر عمران خان د نیولو حکم صادر شو .
په نابلس کې صیهونیستی عسکر د مقاومت د مبارزانو له ویرې تښتی .
عربستانګ وایی سږ کال د حج مراسم بې له هیڅ محدودیته ترسره کیږي .ورځپاڼه په دې زمینه کې لیکی چی د عربستان د حج او عمرې د چارو وزیر توفیق بن فوزان الربیع د حج او عمرې د خدماتو د نندارتون (حج اکسپو) د پیلیدو په دستورو کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې د تمتع حج د زیارتوالو د درملیزې بیمې په لګښت کښې ۷۳ فیصده او د عمرې په بیمه کښې ۶۳ فیصده کموالی راشي، څرګنده کړه: د سږ کال حج به د زیارتوالو د شمیر له نظره د کرونا له پیلیدو نه له مخکښې سره برابر وي.
قوزان الربیع هم داشان وویل چې د سږ کال حج به بې د عمر له محدودیته او د کرونا د ټیسټ له ترسره کولو پرته ترسره شي.
د بشري حقوقو د دفاع د لویدیځو مدعیانو ایراني ضده ډرامه دوام لري .نوموړی ورځپاڼۍ په دې زمینه کې لیکلی دی برطانیې، فرانسې او جرمني د ایران د امنیت د یو ساتونکي د شهادت د دوه تنه عاملانو د پانسۍ د حکم د اجرا په غبرګون کښې په لندن، پیرس او برلین کښې د ایران جګ پوړي ډیپلماټان احضار کړل.
شهید روح ا...عجمیان چې بې وسلې و او د بلواګرو له خوا د تهران-کرج د بندې کړې لوې لارې د خلاصولو کوشش یې کوه، یوازې په دې وجه چې بسیجي یونیفارم یې اغوستی و، د بلواګرو له حملې سره مخامخ شو او یوشمیر کسانو په ډیرې بې رحمۍ سره شهید کړ. په دې لړ کښې د کرج د جنايي چارو محکمې د محمد مهدي کرمي او سید محمد حسیني په نامه دوه کسانو ته د پانسۍ سزا واوروله کومو چې په ډاګه په خپل دغه جرم او د عجمیان په وژلو اعتراف کړی و.
په دې لړ کښې د کرج د جنايي چارو محکمې د محمد مهدي کرمي او سید محمد حسیني په نامه دوه کسانو ته د پانسۍ سزا واوروله کومو چې په ډاګه په خپل دغه جرم او د عجمیان په وژلو اعتراف کړی و.
د کابل چاپ ورځپاڼۍ
د محتوا مسولیت یې نه منو
کلید
اوبه پیدا کېدل د ژوند په بیه
د ارزګان امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې تېره ورځ په دغه ولایت کې دوه تنه څاه ته لوېدلي چې یو یې وژل شوی او بل ټپي دی. په ارزګان کې د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې ریاست رییس حاجي خالد کلید راډیو ته وویل چې یاد کسان تېر ماښام په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د توشکانو په سیمه کې د څښاک اوبو موندلو په هدف یوې څاه ته د ورکښته کېدو په حال لاندې لوېدلي چې یو یې وژل شوی او بل یې ټپي دی.
حاجي خالد اندېښنه څرګندوي چې لاهم د ارزګان په ګڼ شمېر سیمو کې خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې سږکال په افغانستان کې د څو لسیزو په پرته وچکالي زیاته وه.
په هلمند کې د روغتیایي مرکزونو د کمښت ستونزه
په هلمند کې لا هم یو شمېر داسې حیاتي ستونزې پر خپل ځای پاتې دي چې د ولسي وګړو ورځنی ژوند یې له پراخو ننګونو سره مخ کړی دی. د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکتر سید احمد سعید دا مني چې په هلمند کې له شاوخوا ۲۵۶ روغتیایي کلینیکونو څخه یوازې ۴۳ کلینیکونه خپلي ودانۍ لري او پاتې نور یې یا په کرایه کورونو کې دي او یا یې ودانۍ په تېرو جګړو کې له منځه تللې دي.
د تېرو جګړو په بهیر کې د ګڼو روغیتایي پروژو چارې ټکنۍ شوې وې چې لا يې هم اغیزې پر خپل ځای پاتې دي. د هغه د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه مو د عامې روغتیا وزارت او یو شمېر مرستندویه بنسټونو ته مو وړاندیزونه کړي دي. سعید دا هم وویل چې لویه ستونزو د نفوسو زیاتوالی، بیا نه سر شمېرنه او یو لړ کلتوري مسایل دي.
مسیر
د نجونو د زده کړو پر پیل بیا ځلي ټینګار
د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي د برېټانیا له پخواني صدراعظم او د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو له استازي «ګورډن براون» سره خبرې کړي.
حامد کرزي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دې ویډیويي خبرو کې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی.
کرزي زیاته کړې چې په ترسره شویو خبرو کې یې په افغانستان کې خلکو ته د زده کړو د زمینې په برابرولو کې د ملګرو ملتونو د سازمان د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې پخواني جمهور رییس حامد کرزي تر دې وړاندې هم په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې وه.
ملګري ملتونه وایی افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد ته دوام ورکوو.