سوریې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126198-سوریې_ته_د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزیر_سفر_کړی_دی
د ایران د بهرنیو چارو  وزیر نن شنبه له لنبان څخه سوریې ته په سفر ولاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2023 11:55 Asia/Kabul
  • سوریې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر کړی دی

د ایران د بهرنیو چارو  وزیر نن شنبه له لنبان څخه سوریې ته په سفر ولاړ.

د ایران اسلامي جمهوریت له سوریې سره ستراتېژیکه همکاري لري او د دې هېواد له قانوني دولت څخه د تهران ملاتړ د سوریې ناورین او د اسد له دولت سره د مرستو پرمهال له ترهګریزو ډلو سره د مبارزې په بهیر کې د دې امر پخلی کوي.

د داعش له ماتې وروسته د سوریې او ایران ترمنځ اړیکې، اوسمهال پراخې دي او په ټولو برخو کې د دې اړیکو ډېروالي لپاره لیدلوری شتون لري.

د ایران پرس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، له سوري چاراکو سره د لیدنې په موخه، له بیروت څخه دمشق ته ولاړ.

ټاکل شوې سوریې ته  د سفر پرمهال به د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د دې هېواد له ولسمشر بشار اسد او د بهرنیو چارو له وزیر فیصل المقداد سره لیدنه او خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د خپل لبناني سیال په بلنې سره بیرت ته سفر کړی وو او د جمعې په ورځ یې له لبناني چارواکو له هغې ډلې له لومړي وزیر، د بهرنیو چارو له وزیر، د پارلمان له مشر او د حزب الله له مشر سره یې لیدنه او خبرې وکړې.