سپاهِ پاسداران په نړۍ کښې ترټولو ستر ترهګرۍ ضده ارګان دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126512-سپاهِ_پاسداران_په_نړۍ_کښې_ترټولو_ستر_ترهګرۍ_ضده_ارګان_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران خلاف د ارپايي پارلیمان د اقدام په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې سپاه په دنیا کښې د ترهګرۍ خلاف ترټولو ستر ارګان دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2023 11:47 Asia/Kabul
  • سپاهِ پاسداران په نړۍ کښې ترټولو ستر ترهګرۍ ضده ارګان دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران خلاف د ارپايي پارلیمان د اقدام په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې سپاه په دنیا کښې د ترهګرۍ خلاف ترټولو ستر ارګان دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران خلاف د ارپايي پارلیمان د اقدام په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې سپاه په دنیا کښې د ترهګرۍ خلاف ترټولو ستر ارګان دی.

د ارپايي پارلیمان استازو د روانې جنورۍ په اتلسمه ، د اروپايي اتحادیې د ترهګرو ډلو په نوملړ کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د شاملولو لپاره وړاندیزي متمم ته مثبته راې ورکړه.

د اروپا د پارلیمان دغه پریکړه یو وړاندیز ګڼل کیږي او د غوښتنې حکم لري.

د ایران پریس د خبر له مخې د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني په خپلې سوشل میډیا کښې د سپاه خلاف د اروپايي پارلیمان ایراني ضده اقدام ته په نغوتي سره ولیکل: د اسرائیلو اپارټاید رژیم د نړۍ ترټولو ستر منظم ترهګر هویت دی چې د انګلستان رژیم یې بنسټګر او د امریکې رژیم یې ترټولو ستر ملاتړی دی.

کنعاني څرګنده کړه: له سپاهِ پاسداران څخه د ترهګرو د نړیوال کلب د قهر وجه دا ده چې سپاه په نړۍ کښې ترټولو ستر ترهګرۍ ضده ارګان دی.