ایران په سویډن کښې د قرآن کریم سپکاوی په کلکه وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126604-ایران_په_سویډن_کښې_د_قرآن_کریم_سپکاوی_په_کلکه_وغنده
د ایران د خارجه وزارت ویاند په سویډن کښې د قرآنِ پاک سپکاوی په کلکه وغنده او ویې ویل: د سویډن حکومت دې د دا ډول اسلام دښمنه کړنو مخه ونیسي او ترسره کونکو ته دې سزا ورکړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2023 04:20 Asia/Kabul
  • ایران په سویډن کښې د قرآن کریم سپکاوی په کلکه وغنده

د ایران د خارجه وزارت ویاند په سویډن کښې د قرآنِ پاک سپکاوی په کلکه وغنده او ویې ویل: د سویډن حکومت دې د دا ډول اسلام دښمنه کړنو مخه ونیسي او ترسره کونکو ته دې سزا ورکړي

د ایران د خارجه وزارت ویاند په سویډن کښې د قرآنِ پاک سپکاوی په کلکه وغنده او ویې ویل: د سویډن حکومت دې د دا ډول اسلام دښمنه کړنو مخه ونیسي او ترسره کونکو ته دې سزا ورکړي

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي بیګا په اروپايي هیوادونو کښې د قرآن کریم د سپکاوي دوام چې دا ځل په سویډن کښې وشه، وغنده او ویې ویل: په خواشینۍ سره ځیني اروپايي هیوادونه د تیر په څیر د بیان له آزادۍ د ملاتړ په چټي پلمو سره، د اسلامي مقدساتو او ارزښتونو خلاف د کرکې خورونې په لاره کښې د تندلارو عناصرو لاسونه خلاص پریږدي او د بشري حقوقو د ښایسته شعارونو سره سره، په خپلو ټولنو کښې له اسلام سره دښمني او له اسلامه ویرول دودوي.

هغه د یو نیم میلیارډ مسلمانانو د اسماني کتاب د حرمت د سپکاوي تکرار د مسلمانانو خلاف د کرکې خورونې او د تشدد دودولو یو څرګند مصداق وباله او ویې ویل: دا ډول اقدامات د بیان او عقیدې له آزادۍ سره هیڅ تړاؤ او نسبت نه لري.

د ویلو ده چې یوشمیر تندلارو ډلو په یو سپک اقدام کښې په سټاکهام کښې د ترکیې د سفارت مخې ته قرآن کریم وسوځوه چې د ترکیې د حکومت سخت غبرګون یې هم راپارولی دی.