د تهران او ماسکو اقتصادي اړیکې په زیاتیدو دي
سید ابراهیم رئیسي پرون په تهران کښې د روسیې د دوما (پارلیمان) له مشر ویاچسلاؤ والودین سره وکتل.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د روسیې د پارلیمان د مشر په کتنه کښې ټینګار وکړ چې د تهران او ماسکو اقتصادي اړیکې په دوامداره توګه مخ په پياوړتیا او لوړتیا دي.
د ایران پریس خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر رئیسي د روسیې د پارلیمان د مشر په کتنه کښې وویل: د تهران او ماسکو له وړتیاؤ ګټه پورته کول د دواړو هیوادونو د ګټو پر تامینولو سربیره سیمه ایزې ګټې هم رامینځته کولې شي.
په دغې کتنې کښې د روسیې د دوما مشر هم د سیمه ایزو او د ګاونډیتوب د اړیکو د پیاوړتیا په هکله د رئیسي دریځونه د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ د پراختیا اسانونکي وبلل.
هغه وویل چې روسیه هم له ایران سره د تعاملاتو د زیاتوولو په هکله هم دا نظر او کړنلاره لري او د ماسکو چارواکي د ملګرتیاؤ د دوامدارې پراختیا لپاره د هلوځلو نیت لري.