اسلامي ایران د سوریې د ملت حقیقی دوست دې
ښاغلی رییسي د فتنو په وړاندی د سوریې له ملت او دولت د سوری ځواکونو ساتنه د دغه هیواد د خلکو او هیواد د راتلونکي لپاره هیله بخښونکی وبلله او زیاته یې کړه اسلامي ایران د سوریې د ملت حقیقی دوست دې .
د اسلامي ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي په تهران کې د سوریې له دفاع وزیر علی محمود عباس سره په کتنه کې وویل د ایران او سوریې اړیکي په ګډو باورونو او اعتقاداتو او د دواړو هیوادونو د خلکو د مقاومت او دریدا په روحیې ولاړې دي .
ښاغلی رییسي د فتنو په وړاندی د سوریې له ملت او دولت د سوری ځواکونو ساتنه د دغه هیواد د خلکو او هیواد د راتلونکي لپاره هیله بخښونکی وبلله او زیاته یې کړه اسلامي ایران د سوریې د ملت حقیقی دوست دې .
د سوریې دفاع وزیر هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی سوریه د خپلو واقعی وروڼو او دوستانو په ملاتړسره له ترهه ګرۍ سره په مقاببله کې بریالی شوه او له مخکې زیات به د مقاومت د چورلیز د یوې کړۍ په توګه خپل رول ولوبوی ، وویل د مقاومت چورلیز به نوی نړۍ ته په بڼه ورکولو کې مهم رول ولرلې شی .