د ډی اته ډله یوه ګټه وره سیمه ایزه لاره چاره ده
د ډی اته ډلې عمومي منشی هم په دغه کتنه کې د دغه سازمان د کړچار راپور وړاندی کړ او د سازمان په داخلي تعاملاتو او بدلونونو کې د اسلامي ایران اغیزمن رول ته د اشارې په ترڅ کې د ډی اته ډلې د غړیو هیوادونو د انرژۍ د وزیرانو د غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه .
د فارس خبري اژانس له راپور سره سم د اسلامي ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د ازبکستان په تاشکند کې داکو سازمان د خارجه وزیرانو د غونډې په ترڅ او د ډی اته ډلې له عمومي منشی ایساکا امام سره په کتنه کې دغه ډله یوه ګټه وره سیمه ایزه لاره چاره وبلله .
د ډی اته ډلې عمومي منشی هم په دغه کتنه کې د دغه سازمان د کړچار راپور وړاندی کړ او د سازمان په داخلي تعاملاتو او بدلونونو کې د اسلامي ایران اغیزمن رول ته د اشارې په ترڅ کې د ډی اته ډلې د غړیو هیوادونو د انرژۍ د وزیرانو د غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه .
امیر عبداللهیان د وړاندی شوی راپور د مننې په ترڅ کې وویل اسلامي ایران به د دغه سازمان له بالفعل او بالقوه ملګرتیاو او فعالیتونو بشپړه ملاتړ وکړي .