اصفهان کښې د دفاع وزارت په یو مرکز باندې ناکامه حمله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126988-اصفهان_کښې_د_دفاع_وزارت_په_یو_مرکز_باندې_ناکامه_حمله
تیره شپه اصفهان کښې د ایران د دفاع وزارت په یو مرکز باندې شوې حمله ناکامه کړې شوې ده
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 29, 2023 01:59 Asia/Kabul
  • اصفهان کښې د دفاع وزارت په یو مرکز باندې ناکامه حمله

تیره شپه اصفهان کښې د ایران د دفاع وزارت په یو مرکز باندې شوې حمله ناکامه کړې شوې ده

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزارت په یوې خبرپاڼې کښې وویل: بیګا ماښام په اصفهان کښې د دفاع وزارت په یوې کارګاهي ټولګې باندې د وړو الوتونکو حمله وشوه چې درې واړه د دغه کمپلکس د دافع هوا له خوا وچاودول شوې.

د ایران پریس د خبر له مخې، د اصفهان په یوې دفاعي کارخانې کښې له چاودنې وروسته د ایران دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: دغه ناکامه حمله تیره شپه کابو یوولس نیمې ۲۳:۳۰ بجې وشوه چې په دفاعي تابیاؤ سره په بریمنه توګه په شا وتنبوله شوه.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغې ناکامې حملې کښې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او یوازې د کارګاه چت ته لږ شان تاوان رسیدلی دی چې د خدای په فضل یې د کمپلکس په تجهیزاتو او ماموریتونو کښې هیڅ خلل نه دی رامینځته کړی.