ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127222-ورځپاڼو_ته_کتنه
نوموړی ورځپاڼه په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ د اسلامي ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي دغې خبرې ته انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دي ، نن زمونږ ټولنه له بل هر وخت زیات هیلې ته اړمنه ده .
(last modified 2023-02-01T06:22:49+00:00 )
Feb 01, 2023 10:45 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

نوموړی ورځپاڼه په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ د اسلامي ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي دغې خبرې ته انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دي ، نن زمونږ ټولنه له بل هر وخت زیات هیلې ته اړمنه ده .

 

جمهوری اسلامي

د ایران درستو ورځپاڼو په شان جمهوری اسلامي ورځپاڼۍ هم د خپلې ګڼې په سر کې د حضرت امام  رضا علیه السلام د مبارک زوی حضرت امام جواد علیه السلام د نیکمرغه زوکړې مبارکي ویلی دی .

د رجب د میاشتې لسمه نیټه  د حضرت محمد مصطفی(ع)د یوه پاک لمسي او د ولایت او امامت د آسمان د نهم ځلانده ستوري حضرت امام محمد تقي الجواد علیه السلام  دنیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده . امام محمد تقي (ع) د ۱۹۵قمری کال د رجب  د میاشتې په لسمه نیټه  په مدینې منورې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړي  او د خپل پلار حضرت امام رضا علیه السلام له شهادته وروسته ئې  د مسلمانانو د رهبرۍ مسئولیّت په غاړه  واخیسته . د حضرت امام جواد علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت د حضرت امام رضا علیه السلام  او حضرت بی بی معصومه سلام ا...علیها  په سپيڅلو حرمیّنو کې  له پرون راهسې ځانګړې دستورې جوړې شوي دي .

دغې ورځپاڼۍ همدارنګه  د سباون لسیزې د پیل په درشل کې د حضرت امام خمیني رح په سپیڅلی حرم او ګلزار شهدا کې د شتون په ارتباط انځورونه او مطلبونه چاپ کړي دي .

د سباوون لسیزې او د اسلامي انقلاب د غوره بریا ۴۴مې کلیزې په درشل کې، حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه يي د سه شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت د بنستګر پاک حرم ته حاضر شو او د لمانځه اداکولو او د قرآن په تلاوت سره، د ستر امام د یاد او خاطرو نمانځنه یې وکړه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر امام خامنه ای  همدارنګه د لوړو شهیدانو، بهشتي، رجايي، باهنر او د ۱۳۶۰ کال د چنګاښ اوومې پېښې د شهیدانو مزار ته په ورتلو له خدای تعالی یې د دوی د لوړو درجو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼه په خپل همدغه لومړی مخ د ایران د اطلاعاتو وزیر حجت الا سلام خطیب دغه خبره راخیستی ده چی ویلی یې دی ګاونډي هیوادونه د خپل امنیت د ساتلو لپاره له صیهونیسټانو ځان لیرې کړي .

رابرټ مالی وایی د امریکا ولسمشر جوبایډن هیڅکله ندی ویلی چی له ایران سره د ډیپلوماسي او تفاهم احتمال مړ شوې دې .

د پاکستان د پیښور د ځان وژونکی حملې د مړیو شمیر سلو تنو ته ورسید . ورځپاڼه په دې اړه لیکی  د پېښور پولیسو اعلان کړی د پېښور ښار د پولیسو ښارګوټي په یوه جومات کې د دوشنبې ترهګریز برید د ډېرو ټپیانو په مړینې سره، د دې جنایت د قربانیانو شمېره۱۰۰ ته ورسېده.

په دې برید کې لسګونه کسان هم ټپیان شوي چې د دوی د ځینو ټپیانو وضعیت ناوړه دی. پولیسو همدارنګه اعلان کړی: ځانمرګی بریدګر د لمانځه په لومړۍ لیکه کې وو، چې د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودولو سره،لسګونه لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله.

فنلینډ وایی چی د قران کریم د سپکاوی اجازه نه ورکوی .

د انډونیشیا خلکو د قران کریم د سپکاوي په اعتراض کې د ډنمارک ، هالینډ  او سویډن بیرغونه وسوزول .

له امریکا وروسته انګلستان هم اعلان وکړ چی یوکرین ته جنګي الوتکې نه ورکوي .

کیهان

 نوموړی ورځپاڼه په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ د اسلامي ایران  د ولسمشر سید ابراهیم رییسي دغې خبرې ته انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دي ، نن زمونږ ټولنه له بل هر وخت زیات هیلې ته اړمنه ده .

د سباون لسیزې په مناسبت په درست هیواد کې شپیته زره پروګرامونه ترسره کیږی .

په ملګرو ملتوکې د ایران استازی  د نیوزویک په ځواب کې ویلی دی ایران د خپلو ګټو او امنیت د دفاع لپاره له وس او توانه برخمن دې.

د صیهونیسټ رژیم مشر د نتانیاهو خبردارې تکرارکړ او وایی اسراییل احتمالا خپله اتیا کلنۍ نه ویني .

د ایران امنیتي ادارو په اصفهان کې د تیری ګرو ډرونز جوړونکیو هویت معلوم کړ .

د امریکا د ټیکنالوجۍ شرکتونو دوه لکه کارکونکي وویستل شول .

په ویاناکې په نړیوالو ادارو کې د روسیې دایمي استازی اولیانوف وویل دا لویدیځ دې د برجام د احیا اراده نلری نه ایران .

صیهونیسټي رسندویو ویلی دی چی د ایران د غبرګون له ویرې صیهونیسټ رژیم د تیارسۍ سطحه لوړه کړی ده .

صنعا اعلان کړی دی د یمن د غمیزې اصلی عامل امریکایان دي .

د فن لینډ پولیسو دقران کریم سپکونکیوته خبردارې ورکړی دی او وایی سپیڅلیو کتابونو ته د سپکاوی اجازه نه ورکوي .

سی این این د یوې تحقیقاتي موسسې له قوله وایی د شتمنو هیوادونو ترمینځ امریکایان ترټولو کم عمرلري .

د کرویشیا ولسمشر په ناټو په سختې حملې کې ویلی دی روسیه یو ایټمی قدرت دې ، یوکرینیان پرې مه وژنئ .

د سعودی رژیم مامورانو د قطیف د شیعیانو نیول له سره پیل کړل .

د پاکستان د پیښور د ترهه ګرې چاودنې د شهیدانو شمیر سلو او د ژوبلو شمیر هم ۲۰۰ ته زیات شوی دی .

ورځپاڼه په همدې ارتباط د نړیوالو خبرونو په مخ لیکلی دی  د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه بیانیه کې  د پاکستان په پيښور کښې په یوه جومات کښې په لمونځ ګزارو ترهګره حمله وغندله. هغه د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کښې په جومات کښې په لمونځ ګزارو ترهګره حمله په کلکه وغندله او د پاکستان له خلکو او حکومت سره یې خپله ژوره همدردي اعلان کړه. ناصر کنعاني د پیښور د حملې د شهیدانو لپاره د لوړو درجو او د ژوبلو کسانو د زر د رغیدا دعا وکړه.

د ایران د خارجه وزارت ویاندې ناصر کنعاني وویل د ایران اسلامي جمهوریت بیا بیا په ټولو بڼو کښې ترهګرۍ او سرزورۍ غندلي ده او د دغه غیر انساني اقداماتو له ټولو بڼو سره د مبارزې پرضرورت یې ټینګار کړی دی. هغه د ترهګرو حملو له مالي ملاتړو او حمایت کونکو او منظمونکو سره د اغیز شیندونکي مبارزې لپاره د سیمې د ټولو هیوادونو د ملګرتیا غوښتنه وکړه

له افغانستان سره د سرحدي ګاوندي صوبې په توګه د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په شمول د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې ترهګرې حملې او بم چاودنې زیاتې شوي دي او تحریک طالبان پاکستان ټروریسټي ډلي د اکثرو بریدونو ذمه واریانې پرغاړه اخیستي دي.

کابل ورځپاڼۍ

یادونه کوو چی دا د دغو ورځپاڼو خپل نظرونه دي او مونږه یې د محتوا مسولیت نه منو

کلیدګروپ

د ځینو ډلو په رامنځته کولو د پاکستان د حکومت اعتراف

د پاکستان په پېښور ښار کې تر وروستي خونړي برید وروسته د دغه هېواد لوړ پوړو چارواکو ویلي چې حکومت یې د ځینو ډلو په رامنځته کېدو کې ملامت دی او دا ډلې اوس د دوی حکومت ته په سرخوږي بدلې شوې دي.

که څه هم تر اوسه د دغو ډلو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناا... د سه شنبې په ورځ په پارلمان کې د وینا پر مهال ویلي چې حکومت یې ځینې ډلې جوړې کړې او دغه ډلې اوس په هغو وسله والو ډلو بدلې شوې چې هره ورځ د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. ده زیاته کړې چې د پاکستان حکومت ته په هېڅ صورت د داسې ډلو د رامنځته کولو اړتیا نه وه.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي چې حکومت یې پخپله د روانې ترهګرۍ تخمونه شیندلي دي. پاکستاني چارواکي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې یې حکومت د داسې ډلو په رامنځته کولو کې خپل هر ډول لاس درلودل رد کړي وو.

افغان حکومت له فساد سره په مبارزه کې مخکې شوی

د روڼتیا نړیوال سازمان وایي چې افغانستان په ۲۰۲۲ میلادي کال کې له فساد سره په مبارزه کې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د شفافیت له اړخه ۱۵۰ ځای خپل کړی دی.

تر دې وړاندې یاد سازمان د ۲۰۲۱ میلادي کال په راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له فساد سره د مبارزې له اړخه ۱۷۴ یم هېواد بللی و.

دغه سازمان پخپل راپور کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد کچه او د مخنیوي لپاره یې د حکومتونو هلې ځلې ارزولې دي.

په راپور کې راغلي، افغانستان له فساد سره په مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي چې له همدې کبله د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې ۱۵۰ ځای خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ نړیوال بانک هم ۲۰۲۲ میلادي کال د افغانستان لپاره په مالي او اقتصادي برخو کې ښه ارزولی وو.

مسیر ورځپاڼه

۲۰ ۱ افغان بندیان د پاکستان له یوه زندانه خوشې شول

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د سند ایالت له زندانه هم ۱۲۰ افغان بندیان خوشي شول. د دغه سفارت په ټويټرپاڼه کې لیکل شوي، چې پرون په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سند ایالت له زندان څخه ۱۲۰ تنه افغانان ازاد  شول او خپل وطن ته به ولېږدول شي. دغه سفارت همدارنګه ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به ۱۳۰ تنه نور افغان وګړي هم د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته به ستانه کړل شي.

روسيې او پاکستان  په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت دجوړېدو غوښته وکړه

د پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو یوځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې خپل ولس او نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو و دريږي او ټولشموله حکومت دې جوړ کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې روسیې ته د سفر پر مهال د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په مسکو کې خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ولیدل. سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر وروستیو حالاتو هم خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې راغلي بلاول بوټو زرداري د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د پاکستان د وروستیو هلو ځلو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړل. بلخوا د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې په ګډه خبري غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت ته په ډاګه کړه چې د ټولګډونه حکومت جوړولو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې او خپلو خلکو سره په کړو ژمنو باید ودرېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ترهګرۍ له منځه تګ هم یو وار بيا له افغانستان سره وتاړه او ویې ویل چې د شانگهای همکاریو تړون له لارې په دغه موخه کار کوي.