د ایران ملت له انقلاب او ځمکنۍ بشپړتیا سره ولاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127232-د_ایران_ملت_له_انقلاب_او_ځمکنۍ_بشپړتیا_سره_ولاړ_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیزوالې د سباوون د لسیزې په مناسبت په یوې خبر پاڼه کښې وویل د ایران ملت د دښمانانو له ټولو خباثتونو سره سره هماغه راز له انقلاب دین او خپلې ځمکنۍ بشپړتیا سره کلک ولاړ دي.
(last modified 2023-02-01T07:11:22+00:00 )
Feb 01, 2023 11:26 Asia/Kabul
  • د ایران ملت له انقلاب او ځمکنۍ بشپړتیا سره ولاړ دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیزوالې د سباوون د لسیزې په مناسبت په یوې خبر پاڼه کښې وویل د ایران ملت د دښمانانو له ټولو خباثتونو سره سره هماغه راز له انقلاب دین او خپلې ځمکنۍ بشپړتیا سره کلک ولاړ دي.

د ایران د پوځ لوې درستیزوالې وویل د ایران اسلامي انقلاب د پیړۍ د ترټولو ولسي او اصیل انقلاب په توګه د مادي ایډیالوژیو له چیلنج سره د مخامخ کیدا  او په اسلامي دنیا کښې د سترو بدلونونو سرچینه شو.

دغه بیانیه زیاتوي امام خمیني رحمت الله علیه په اسلام باندې تکیې کولو او په لویدیځ باندې له اړوندوالي او د کاپیتولاسیون او استعماري تړونونو سره په مخالفت کښې د ایران تاریخي عظمت احیا کړ او د ایران د خلکو د خپلواکۍ او د عزت کلید او رمز یې پیدا کړ.

د ایران د پوځ لوې درستیزوالې وویل اسلامي ایران د اسلامي انقلاب له لومړیو څخه تراوسه په بیلابیلو حوزو کښې بیلا بیلې ټیټې هسکې لرلي دي او نن سبا توانیدلی دی له بل هر وخت څخه زیات د سیمې او له سیمې د ورهاخوا بدلونونو په ډګر خپل ټاکونکی او اغیز شیندونکی مقام پیاوړی کړي او د خپل عزت رامینځته کونکي او الهام بخښونکي پیغام سره د نړۍ د  مظلومو او د کړیدلیو ملتونو د ازادۍ غواړي او د عدالت غواړ حرکت سبب شي.