لوېدیځوالو ته د قرآن د سپکاوی اجازه نه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127250-لوېدیځوالو_ته_د_قرآن_د_سپکاوی_اجازه_نه_ورکوو
په جنیوا کې د اسلامي ایران استازی د قران شریف د سپکاوی په وړاندې د لوېدیځو هیوادونو د چارواکو په کړچار باندې په نیوکې سره، وویل: باید اجازه ور نه کړو چي قران ته سپکاوی او له اسلام څخه وېره رامینځ ته کول د لوېدیځوالو له لورې په یو عام کار باندې بدل شي.
(last modified 2023-02-01T22:28:25+00:00 )
Feb 02, 2023 02:55 Asia/Kabul
  • لوېدیځوالو ته د قرآن د سپکاوی اجازه نه ورکوو

په جنیوا کې د اسلامي ایران استازی د قران شریف د سپکاوی په وړاندې د لوېدیځو هیوادونو د چارواکو په کړچار باندې په نیوکې سره، وویل: باید اجازه ور نه کړو چي قران ته سپکاوی او له اسلام څخه وېره رامینځ ته کول د لوېدیځوالو له لورې په یو عام کار باندې بدل شي.

د ډانمارک د سختې کرښې د تندلاری ګوند سرغنه راسموس پالودان څه موده مخکې د سوېډن په پلازمینې کې د ترکیې د سفارت مخې ته، د پولیسو تر ساتنې لاندې د قران شریف یوې نسخې ته اور ورکړ.

د پالودان دغه اقدام د مسلمانانو او اسلامي هیوادونو له سختو نیوکو سره مخامخ شو، او د دې کار لپاره د جواز د صادرولو د امله د سوېډن په حکومت هم نیوکي وشوې.

د ایران اسلامي جمهوریت، سعودي عربستان، کویټ، پآکستان، اردن او افغانستان په شمول اکثره اسلامي هیوادونو د دې کار غندنه کړې او ویلي چي د سوېډن حکومت باید د دغه ناوړه اقدام د تر سره کېدو جواز نه وای ورکړی.

په جنیوا کې د اسلامي هیوادونو استازو هم په ځینو اروپایي هیوادونو کې د قران شریف د سپکاوی په وړاندې د مخنیونې او مقابلې په موخه ګډه غونډه تر سره کړل.

په یاده غونډه کې د ایران استازی علی بحرینی وویل: مونږ باید په نړیواله ټولنه کې د خپلو ولسونو ږغ ووسو او باید د بیان د ازادی په پوښښ کې په غربي هیوادونو کې د کرکې د خپرېدو او د قران شریف د سپکاوی اجازه ور نه کړو.

هغه یادونه وکړه چي د اسلام د ویرونې او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوی په وړاندې د اروپایي چارواکو او د نړیوالو اداراتو چوپتیا د هغوی د رضایت ښودنه کوي او د اسلام د ویرونې د بهیر د هڅولو معنا ورکوي.