د ایران او افغانستان د امنیتي اړیکو په پراختیا ټینګار وشو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127300-د_ایران_او_افغانستان_د_امنیتي_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار_وشو
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو دامنيتي اړيکو دپراختيا او له نشه يي توکو سره دمبارزې په باب خبرې وکړې .
(last modified 2023-02-03T04:04:19+00:00 )
Feb 03, 2023 08:32 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان د امنیتي اړیکو په پراختیا ټینګار وشو

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو دامنيتي اړيکو دپراختيا او له نشه يي توکو سره دمبارزې په باب خبرې وکړې .

د ایران او افغانستان د امنیتي اړیکو په پراختیا او د مخدره موادو له قاچاق سره پر مبارزې ټینګار وشو

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو دامنيتي اړيکو دپراختيا او له نشه يي توکو سره دمبارزې په باب خبرې وکړې .

افغان غږ خبری آژانس راپور ورکړ مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو پولو د امنيت په برخو کې د همکاريو، له تروريزم سره د هدفي مبارزې او د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې په ګډون د متقابلو امنيتي اړيکو په باب خبرې اترې او د نظريو تبادله وکړه.