د ایران او افغانستان د امنیتي اړیکو په پراختیا ټینګار وشو
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو دامنيتي اړيکو دپراختيا او له نشه يي توکو سره دمبارزې په باب خبرې وکړې .
د ایران او افغانستان د امنیتي اړیکو په پراختیا او د مخدره موادو له قاچاق سره پر مبارزې ټینګار وشو
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو دامنيتي اړيکو دپراختيا او له نشه يي توکو سره دمبارزې په باب خبرې وکړې .
افغان غږ خبری آژانس راپور ورکړ مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو پولو د امنيت په برخو کې د همکاريو، له تروريزم سره د هدفي مبارزې او د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې په ګډون د متقابلو امنيتي اړيکو په باب خبرې اترې او د نظريو تبادله وکړه.