د ایران ملت تل د امریکا د ډیرغوښتنوپه وړاندې مقاومت کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127306-د_ایران_ملت_تل_د_امریکا_د_ډیرغوښتنوپه_وړاندې_مقاومت_کړی_دی
د ایران خارجه وزیر له ډانیل اورتګا سره په کتنه کې په وروستیو څو کلونو کې د امریکا ډیر غوښتنو ته اشاره وکړه او ویې ویل د امریکا بایکاټونو د ایران لپاره ستر مشکلات رامینځته کړل خو په مختلفو او علمي حوزو کې په داخلی توان تکیې ایران په پرمختیایی او پرمختللیو هیوادونو کې راوستې دې .
(last modified 2023-02-03T21:19:54+00:00 )
Feb 03, 2023 09:42 Asia/Kabul
  • د ایران ملت تل د امریکا د ډیرغوښتنوپه وړاندې مقاومت کړی دی

د ایران خارجه وزیر له ډانیل اورتګا سره په کتنه کې په وروستیو څو کلونو کې د امریکا ډیر غوښتنو ته اشاره وکړه او ویې ویل د امریکا بایکاټونو د ایران لپاره ستر مشکلات رامینځته کړل خو په مختلفو او علمي حوزو کې په داخلی توان تکیې ایران په پرمختیایی او پرمختللیو هیوادونو کې راوستې دې .

د ایرنا له راپور سره سم د  اسلامي ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د نیکاراګوی له ولسمشر سره په کتنه کې ټینګار وکړ د ایران ملت تل د امریکا د ډیرغوښتنوپه وړاندې مقاومت کړی دی .

د ایران خارجه وزیر له ډانیل اورتګا سره په کتنه کې په وروستیو څو کلونو کې د امریکا ډیر غوښتنو ته اشاره وکړه او ویې ویل د امریکا بایکاټونو د ایران لپاره ستر مشکلات رامینځته کړل خو په مختلفو او علمي حوزو کې په داخلی توان تکیې ایران په پرمختیایی او پرمختللیو هیوادونو کې راوستې دې .

امیر عبداللهیان په دغه کتنه کې زیاته کړه تل په دې ویاړو چی نیکاراګوی د امپرالیزم په وړاندې مقاومت کړی او جنګیږي .

Image Caption

 

د ایران خارجه وزیر همداراز وویل د نیکاراګوی پراختیا او پرمختګ د سیمې پراختیا بولو او د دغه هیواد د انرژۍ امنیت د ایران د جدی پام وړ دې ، که څه هم د امریکا پخوانی ولسمشر ټرمپ ډیره هڅه وکړه چی د ایران د تیلو صادرات بایکاټ کړی او د هغه په ادعا صفر ته یې ورسوی خو په ایران  کې مو هڅه وکړه بایکاټونه بی اغیزه کړو .

د نیکاراګوی ولسمشر هم په دغه کتنه کې وویل ګډ دښمن لرو ، هغه دښمن چی ایران وروسره په ۱۹۷۹ کال کې مبارزه وکړه ، هماغه دښمن دې چی په نیکاراګوی کې موورسره مبارزه وکړه او په هماغه کال کې مو ورته ماته ورکړه .

اورتګا زیاته کړه دنړیوال ارامښت او سولې دښمنانو وینزویلا ته د ایران تیلی کشتیانې ګواښلې خو د ایران حکومت هیڅ وخت شاتګ ونکړ او له وینزویلا سره خپله دوستانه ملګرتیا هماغه راز جاری ساتی .

ده همداراز وویل د امپرالیزم سلطه له دې زیاته نوره په دنیا کې دوام نشی پیدا کولې او نوی قدرتونه په ظاهریدو دي .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د زیات په ورځ د یوه لوړ رتبه سیاسی پلاوی په مشرۍ د نیکاراګوی له چارواکو سره د کتنې لپاره مانا ګوا ته ولاړ او د نیکاراګوی خارجه وزیر او ولسمشر مرستیال یې هرکلی وکړ .