نیکاراگوئه ته د ایران د خارجه وزیرسفر
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127314-نیکاراگوئه_ته_د_ایران_د_خارجه_وزیرسفر
د ایران خارجه وزیر همداراز له خپل همڅنګ سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل د ایران د بهرنی سیاست په ډاکټرین کې لاتنیې امریکا ته د ایران پام جدی دې
(last modified 2023-02-03T08:10:17+00:00 )
Feb 03, 2023 12:38 Asia/Kabul
  • نیکاراگوئه ته د ایران د خارجه وزیرسفر

د ایران خارجه وزیر همداراز له خپل همڅنګ سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل د ایران د بهرنی سیاست په ډاکټرین کې لاتنیې امریکا ته د ایران پام جدی دې

 

د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان نیکاراگوئه ته د سفر په بهیراو د ملګرتیامیکانیزم د تفاهم د یادښت په دستورواو دواړو هیوادونو په سیاسي سلا و مشورو کې د دې خبرې په کولو سره چی مونږه د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا او چټکتیا شاهدان یو ، جوته کړه په وروستیو میاشتوکې په علمي ، ټیکنالوجۍ ، انرژۍ ، روغتیا ، واکسین او نورو دلچسپۍ وړ حوزو کې د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې چټکې او پراخې شوي دي .

د ایران خارجه وزیر همداراز له خپل همڅنګ سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل د ایران د بهرنی سیاست په ډاکټرین کې لاتنیې امریکا ته د ایران پام جدی دې . مونږه د ایران او نیکاراگوئه د اړیکو د پراختیا او چټکتیا شاهدان یو . د ایران خارجه وزیر همداراز د نیکاراگوئه له ولسمشر سره هم په کتنه کې وویل د ایران ملت تل د امریکا د ډیرغوښتنوپه وړاندې مقاومت کړی دی

د ایران خارجه وزیر له ډانیل اورتګا سره په کتنه کې په وروستیو څو کلونو کې د امریکا ډیر غوښتنو ته اشاره وکړه او ویې ویل د امریکا بایکاټونو د ایران لپاره ستر مشکلات رامینځته کړل خو په مختلفو او علمي حوزو کې په داخلی توان تکیې ایران په پرمختیایی او پرمختللیو هیوادونو کې راوستې دې . امیر عبداللهیان په دغه کتنه کې زیاته کړه تل په دې ویاړو چی نیکاراګوی د امپرالیزم په وړاندې مقاومت کړی او جنګیږي . د نیکاراګوی ولسمشر هم په دغه کتنه کې وویل ګډ دښمن لرو ، هغه دښمن چی ایران وروسره په ۱۹۷۹ کال کې مبارزه وکړه ، هماغه دښمن دې چی په نیکاراګوی کې موورسره مبارزه وکړه او په هماغه کال کې مو ورته ماته ورکړه . اورتګا زیاته کړه دنړیوال ارامښت او سولې دښمنانو وینزویلا ته د ایران تیلی کشتیانې ګواښلې خو د ایران حکومت هیڅ وخت شاتګ ونکړ او له وینزویلا سره خپله دوستانه ملګرتیا هماغه راز جاری ساتی . ده همداراز وویل د امپرالیزم سلطه له دې زیاته نوره په دنیا کې دوام نشی پیدا کولې او نوی قدرتونه په ظاهریدو دي .

د ایران اسلامی جمهوریت له هماغه لومړیو د نړۍ له ازادی غواړو ، خپلواکه ملتونو او هیوادونو سره د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی . په دې لړ کې په وروستیو څو لسیزو کې له هغو مختلفو هیوادونو سره چی د لویدیځ په تیره بیا  دامریکا له سلطه پالو اقداماتو او سیاستونوسره مخالف دي ،د ایران اړیکی مخ په پراختیا دي . دغه کړچار د ایران په دیارلسم حکومت نور هم چټک شوی دې . ایران په لاتنیې امریکا کې له ځینو هیوادونو لکه کیوبا ، وینزویلا ، نیکاراگوئه او بولیویا سره چی د امریکا په مشرۍ له نړیوال استکبار او امپرالیزم سره مبارزه کوی ، ښې اړیکی ټینګې کړي دي . ایران دیارلسم حکومت له کیوبا ک، وینزویلا ، نیکاراگوئه ، بولیویا، برازیل ، جیلې او نورو هیوادونو سره ښې اړیکی لري او تمه دا ده چی په دیارلسم حکومت کې دغه اړیکي په بیلا بیلو ډګرونو کې نورې هم پراخې شي .

د ایران اسلامي جمهوریت همداراز د واشنګټن د دباونو په وړاندې د دریدا په خاطر له وینزویلا سره د مرستې سیاست پرمخ نیولې دې . همداراز ایران او کیوبا د امریکا له بایکاټی اقداماتو سره په مقابله کې د اړیکو د زیاتې پراختیا کړچار پرمخ نیولې دې او په دې زمینه کې یې بریالیتوبونه هم ترلاسه کړي دي .

بله مسله دا چی تهران په وروستیو لسیزو کې د لایتنې امریکا د ډیرو ازادی غواړو او مترقی مشرانو د سفر مقصد پاتې شوې چی پکې د وینزویلا هوګو چاوز ، نیکلاس مادورو ، د نیکاراگوئه ولسمشر دانیل اورتګا ، د بولیویا پخوانی ولسمشر اوومورالس او د کیوبا لوړ رتبه مقاماتو ته اشاره کیدلی شی . د دې په ترڅ کې چی د ایران دځینو ولسمشرانو په شمول لوړ رتبه چارواکو هم د کیوبا او وینزویلا په شمول دغو هیوادونو ته سفرونه کړي دي چی دا مسله د ایران او دغو هیوادونو ترمینځ د متقابلو اړیکو د اهمیت ښودنه کوي .