د حضرت علی ابن ابیطالب (ع) دنیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
حضرت علی ابن ابیطالب (ع) د رجب میاشتې په ۱۳ نیټه په داسې حال کې چی د هغه حضرت د مور حضرت فاطمه بنت اسد (س) لپاره د خانه کعبې دیوال پرانیستل شو او هغه په دغه سپیڅلی ځای کې ورداخله شوه ، دنیا ته سترګې رڼې کړې .
درست اسلامي ایران د مولای متقیان حضرت علی ابن ابیطالب (ع) دنیکمرغه زوکړې په مناسبت په خوشحالۍ کې ډوب دې .
نن د ۱۴۴۴ هجری قمری کال د رجب ۱۳ چی د ۲۰۲۳ میلادی کال د فرورۍ له ۴ نیټې سره سمون خوري ، د نړۍ د شیعیانو د لومړی امام حضرت علی ابن ابیطالب (ع) دنیکمرغه زوکړې کلیزه ده .
حضرت علی ابن ابیطالب (ع) د رجب میاشتې په ۱۳ نیټه په داسې حال کې چی د هغه حضرت د مور حضرت فاطمه بنت اسد (س) لپاره د خانه کعبې دیوال پرانیستل شو او هغه په دغه سپیڅلی ځای کې ورداخله شوه ، دنیا ته سترګې رڼې کړې .
حضرت امام علی علیه السلام له ځلمیتوبه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) له لوری ورزول شو .

مولای متقیان حضرت امام علی ع لومړنې کس وو چی په اسلام یې ایمان راوړه او د بیغمبر اکرم ص لخوا د اسلام د سپیڅلی دین د تبلیغ په ټولو پړاونو او دودولو کې د هغه حضرت اصلی ملګرې بلل کیده .
د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کې د حضرت امام علی ع د نیکمرغه زوکړې ورځ د پلار ورځ نومول شوی ده .
د ایران راډیو او ټیلی ویژن اداره د مولای عرشیان او فرشیان حضرت علی ابن ابیطالب علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ درستاو ازادي غواړو ، مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته مبارکي وړاندي کوي .