د اسلامي انقلاب ستر لارښود د دوښمانانو پلان شنډ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127486-د_اسلامي_انقلاب_ستر_لارښود_د_دوښمانانو_پلان_شنډ_کړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف ټینګار وکړ: د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د بخښنې په حکم سره د دښمانانو پلان ناکامه کړ.
(last modified 2023-02-06T09:23:02+00:00 )
Feb 06, 2023 09:06 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب ستر لارښود  د دوښمانانو پلان شنډ کړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف ټینګار وکړ: د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د بخښنې په حکم سره د دښمانانو پلان ناکامه کړ.

هغه د ایران د وروستیو بلواو د ګڼ شمیر تورنو او محکومو کسانو له بخښل کیدا سره د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي موافقت ته په اشارې سره وویل هغه حضرت په منظمو شویو بلواګراو باندې د دوکه خوړلیو او د اعتراض کونکو ځوانانو او د زلمیو د بدلولو لپاره د دوښمانانو  پلان شنډ کړ.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د اسلامي شورا د نن ورځې د غونډې په پیل کښې وویل د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په درشل کښې د وروستیو بلواو د ګڼ شمیر تورنو او د محکومو کسانو له بخښلو یا د سزا له کمولو سره د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د مشر ایت الله خامنه اي حکیمانه موافقت له خپلو بچیانو سره د هغه حضرت د پلار په شان او له مینې څخه د ډک کړچار یوبل ورایښت نندرې ته وړاندې کړ.

قالیباف وویل د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د بلواو له پیل څخه هغه کسان چې دوکه یې خوړلي ده او احساساتي شوي دي د بلواو له منظمونکو څخه جلا کړل او په خپلې مینې سره یې په دغه کړچار باندې عملي ټينګار سره د ملي پیوستون او د اتحاد د احیا او د ټولینز ترمیم کښې بې بدیله رول ولوبوه.

د ایران د پارلمان مشر په دوام کښې د ترکیې او د سوریې زلزلې ته اشاره وکړه او ویې ویل د ایران د ملت په استازي توب د ترکیې او د سوریې  په ویرونکي زلزلې کښې له ټولو مړو شویو او ژوبلو کسانو سره ژوره خواخوږي اعلانوو.