ترکیې ته د ایران درمل او مرستې استول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127574-ترکیې_ته_د_ایران_درمل_او_مرستې_استول_شوي_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د درملنې او د مرستې رسولو لومړنۍ ډله د ترکیې له زلزله ځپلیو سره له بشر دوستانه مرستو سره یوځاې له تبریز څخه ترکیې ته روانه شوي ده.
(last modified 2023-02-07T23:21:16+00:00 )
Feb 08, 2023 00:29 Asia/Kabul
  • ترکیې ته د ایران درمل او مرستې استول شوي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د درملنې او د مرستې رسولو لومړنۍ ډله د ترکیې له زلزله ځپلیو سره له بشر دوستانه مرستو سره یوځاې له تبریز څخه ترکیې ته روانه شوي ده.

د ایران د تبریز د شهید فکوري هوايي اډې قومندان برید جنرال یوسفي وویل چې پرون د ایران د بیړنۍ درملنې او د ژغورنې او د مرستې پنځوس کسان له لومړنیو مرستو او د روغتون له تجهیزاتو سره یوځاې ترکیې ته روان شول.

هغه وویل د ایران له دغه کاروان سره دغه راز اته زره ټنه درمل، لومړنۍ مرستې او نور سامانونه د ترکیې زلزله ځپلیو سیمو ته واستول شول.

په عین حال کښې د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلي فوني خبرو کښې له زلزلې وروسته د ترکیې له ملت او حکومت  سره د خواخوږۍ د اعلانولو په ترڅ کښې د ترکیې د شیانو د ضرورتونو په سمدستي ډول د پوره کولو لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ.