د افغانستان پرضد بندیزونه ناوړه پایلې لري
صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د بې سرحده ډاکټرانو موسسې د افغانستان پرضد د بایکاټونو د دوام او د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د کنګل کیدا د پایلو په هکله خبرداری ورکړ.
د بې سرحده ډاکټرانو موسسې پرون د یوه بل راپور په خپرولو سره د امریکا لخوا د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د کنګل کولو او د بایکاټونو د پایلو په هکله خبرداری ورکړ.
دغه موسسې ټینګار وکړ په امریکا کښې د افغانستان د څه د پاسه اوه میلیارډ ډالرو کنګل کیدا او لګول شویو بایکاټونو افغانستان فلج کړی دی.
دغه راپور زیاته کړه د افغانستان خلک د بې وزلۍ د محدودیتونو او د درملنې په نظام کښې د سختې کمزورتیا په نتیجه کښې له زیاتو کمښتونو سره مخامخ دی.
البته دغه خبره باید هیره نکړو چې د افغانستان د طالبانو ځینې فیصلې د بایکاټونو په زیاتیدا کښې رول لري.
د طالبانو موقته حکومت واک ته له رسیدا وروسته له شپږم ټولګې څخه د بره انجلیو لپاره په زده کړې بندیز ولګاوه او څه موده مخکې یې د پوهنتون په ښځینه محصیلینو باندې هم د زده کړې بندیز ولګاوه.
امریکا واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان پرضد سخت بندیزونه ولګول او له دغه هیواد سره د مرستو مخه یې ونیوله او د افغانستان د مرکزي بانک په لسګونو میلیارډه ډالره شتمنۍ یې کنګل کړي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د عسکرو لخوا د افغانستان شل کلن نیواک د دغه هیواد بیخ بنایانې تباه کړي دي او د هیواد د اقتصاد څرخه عملا دریدلي ده.
د امکاناتو نشتون د افغانستان د خلکو ژوند تر دې حده سخت کړی دی او کابو ټولو نړیوالو موسسو د افغانستان د میلیونونو خلکو له لوږې سره د مخامخ کیدا او د مړکیدا په هکله خبرداری ورکړی.