د سورئې په ضد دې بندیزونه سملاسي  لیرې  کړئ شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127906-د_سورئې_په_ضد_دې_بندیزونه_سملاسي_لیرې_کړئ_شي
امریکا له ۲۰۱۹ کال راهیسې د «سزار» قانون تر نامه لاندې د سوریې پر حکومت پراخ اقتصادي، مالي او سوداګریز بندیزونه لګولي او له همدې کبله، له دمشق سره بهرنۍ اړیکې خپلې ټیټې کچې ته رسېدلي او په وروستۍ ورانوونکې زلزلې کې هم دا معلومه شوه، چې ټرانسپورتي شرکتونه او بهرنۍ مرستندویه موسسې چمتو نه دي د امریکا د بندیزونو د ویرې له امله، د سوریې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
(last modified 2023-02-13T11:44:07+00:00 )
Feb 13, 2023 12:34 Asia/Kabul
  • د سورئې په ضد دې بندیزونه سملاسي  لیرې  کړئ شي

امریکا له ۲۰۱۹ کال راهیسې د «سزار» قانون تر نامه لاندې د سوریې پر حکومت پراخ اقتصادي، مالي او سوداګریز بندیزونه لګولي او له همدې کبله، له دمشق سره بهرنۍ اړیکې خپلې ټیټې کچې ته رسېدلي او په وروستۍ ورانوونکې زلزلې کې هم دا معلومه شوه، چې ټرانسپورتي شرکتونه او بهرنۍ مرستندویه موسسې چمتو نه دي د امریکا د بندیزونو د ویرې له امله، د سوریې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

 په ملګروملتو کې  د  اسلامی ایران نمایندګۍ  د سورئې له خلکو سره د انسان دوستۍ د مرستو  دوړاندې کولو لپاره  دیواړخیزو او ظالمانه بندیزونو او اقداماتو د فوري ختمولو غوښته و کړه.

 ایسنا خبری آژانس  راپور ورکړی،په ملګروملتو کې د ایران د نمایندګۍ دفتر په یوه پيغام کې  په سورئې کې  د وروستۍ زلزلې  په باب  له دغه هیواد سره  دپیوستون داعلامیې  خپریدا ته په اشارې سره  لیکلی دي،له سورئې  د پيوستون اعلامیه ، د انسان دوستۍ دمرستو په سپارلو کې د آسانتیاؤ په خاطر د غیر قانوني  یواړخیزو بندیزونو(یو سی ایم ایس) بې قید اوشرطه   او په بشپړ ډول  په لیریکیدا ټينګار کوي.

له دې سره، د سوریې د خلکو په وړاندې د ځینو یو اړخیزو بندیزونو د لنډمهاله او جزوي ځنډولو په اړه د امریکا د حکومت پرېکړې ته کولای شو  یو تبلیغاتي او ظاهرې ګام په توګه وګورو، چې البته پر دغه هېواد د ډېرو نیوکو له امله، ناوخته ترسره شو. وروسته له هغې چې د سوریې په شمال کې زلزله ځپلي خلک د امریکا د بندیزونو له امله څلور ورځې او شپې تر خاورو خځلو لاندې پاتې شول او له هر ډول ستونزو او محرومیتونو سره مخ وو، د امریکا حکومت اعلان وکړ، چې د ۱۸۰ ورځو لپاره په لنډمهال توګه بندیزونه لرې کوي.

دا څرګنده ده چې په سوریه کې د زلزلې ویجاړونکي اغېزې به د کلونو لپاره پاتې شي، نو د شپږو میاشتو لپاره د محدودیتونو لغوه کول، حتی کافي نه دي چې د خاورو د ایستلو او د دې هېواد زلزلې د قربانیانو د ستونزو د حل لپاره اساسي کارونه ترسره شي.