د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ته د چین ولسمشر رسمي هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127972-د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_ولسمشر_ته_د_چین_ولسمشر_رسمي_هرکلی_وکړ
د چین ولسمشر په رسمي ډول د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر څخه هرکلی وکړ.
(last modified 2023-02-14T06:23:43+00:00 )
Feb 14, 2023 10:47 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ته د چین ولسمشر رسمي هرکلی وکړ

د چین ولسمشر په رسمي ډول د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر څخه هرکلی وکړ.

د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د راپور له مخې، د چين ولسمشر، شي جين پينګ د دغه هېواد د ملي کانګرس په ودانۍ کې د ايران د اسلامي جمهوريت له ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي څخه چې د یوه لوړ پوړي اقتصادي او سیاسي پلاوي په مشرۍ یې د ې هېواد ته سفر کړی، په رسمي ډول هرکلی وکړ.

په دغو مراسمو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د لوړ رتبه پلاوي د درناوي لپاره، ۲۱ توپونه وویشتل شول او کانګرس ودانۍ ته د ولسمشر داخلېدو پرمهال، د عزت د ساتونکو د درېیو غړیو له خوا د هرکلي مراسم ترسره شول.

د رسمي هرکلي په مراسمو کې، د ایران او چین د جمهوریتونو د ولسمشرانو د یادګاري عکس له اخیستلو وروسته، د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاويو غړي ور وپېژندل شول.

وروسته له هغه چې رئيسي او شي جين پينګ په رسمي ځای کې ودرېدل، د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول.

په رسمي مقام کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له بيا ځای پر ځای کېدو سره، د عزت ساتونکي هم د رئيسي او شي جين پينګ په مخ کې رژه ترسره کړه.

د رسمي هرکلي له مراسمو وروسته د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاويو دوه اړخيزې خبرې اترې ترسره شوې او د ايران او چين ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو مهم سندونه به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې لاسليک شي.