د اسلامی ماډرن  تمدن رامینځةکول د مذهبی آزادۍ پراختیا ته اړتیا لري
(last modified Thu, 16 Feb 2023 00:33:57 GMT )
Feb 16, 2023 05:03 Asia/Kabul
  • د اسلامی ماډرن  تمدن رامینځةکول د مذهبی آزادۍ پراختیا ته اړتیا لري

د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي ووئيل، د اسلامی ماډرن تمدن رامینځةکول ،دنورو مذهبونو له پیروکارو سره په چلند کې د احساساتو کنټرول او مذهبی آزادۍ ته اړتیا لري.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د اسلامی مذهبونو دنړیوالې ټولنې  عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري  پرون  دایران د شمال ګرګان ولایت  په کوربتو سره د اسلامی انقلاب په دوهم ګام کې د اسلامی ماډرن تمدن جوړونې او  د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دسمینار په دوهمه ورځ پخپلې وینا کې روښانه کړه، دوحدت  او دیوه واحد امت  د نظر د یووالي  دبیانولو ، دعمل په ډګر کې د وحدت د عملی اجرا او د تفرقې د مخنیوي  په یوه غږ سره دمدیریّت په باب   نظر بیانول  د ټولو په اوږو د وحدت په زمینې کې  درې مهمې دندې دي.

شهریاري زیاته کړې ،له مخالفت سره په چلند کې ورپسې ګام دا دی چې باید د ظالمانه اقداماتو سره لاس او ګریوان نه شو او باید عدالت په هرحال کې او په تیره بیا  له مخالف سره په چلند کې عدالت رعایت کړو.

د اسلامی مذهبونو دنزیدکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي ټينګار وکړ،باید اجازت ورنکړو ،په ټولنې کې ترور او تکفیر وده وکړي او باید له هغو کسانو سره چې  د مونږ داسلامی نظام په ضد عملی اقدام کوي مقابله وکړو. 

د اسلامی انقلاب په دوهم ګام کې د اسلامی ماډرن  تمدن  جوړونې او د مذهبونو دنزدیکت  دملی سمینار په عنوان سره د ایران د شمال  اسلامی وحدت سیمه ایزه غونډه په تیرو دوو ورځو کې په ګرګان کې  ترسره شوه چې ډيری داخلی او بهرنیو عالمانو پکې ګډون  درلود.