د جرمني حکومت له سپیر اقدما سره باید جدی چلند وشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128510-د_جرمني_حکومت_له_سپیر_اقدما_سره_باید_جدی_چلند_وشي
د تهران د جمعې لمانځه خطیب  دایرانیو ډيپلوماټانو په ویستلو کې د جرمني دحکومت په اقدام په سختو نیوکو سره ، له دغو اقداماتو سره دجدي چلند په ضرورت ټينګار وکړ. 
(last modified 2023-02-24T08:34:15+00:00 )
Feb 24, 2023 13:02 Asia/Kabul
  • د جرمني حکومت له سپیر اقدما سره باید جدی چلند وشي

د تهران د جمعې لمانځه خطیب  دایرانیو ډيپلوماټانو په ویستلو کې د جرمني دحکومت په اقدام په سختو نیوکو سره ، له دغو اقداماتو سره دجدي چلند په ضرورت ټينګار وکړ. 

د تهران  ولایت د عمومي څارنوالۍ  دعمومي اړیکو ادارې پخپل یوه راپور کې وئيلي دي ،د تندر ترهه ګرې ډلګۍ د سرغنې جمشید شارمهد پر دوسیې  له غور او څیړنو  وروسته د تهران د انقلاب  عدالت  هغه د افساد فی الارض او دترهه ګرو  اقداماتو د هدایتولو په تورونو سره په پانسۍ محکوم کړ. د تندر ترهه ګرې ډلګۍ د دغې سرغنې لپاره د پانسۍ د سزا په  اورولو پسې د جرمني خارجه وزارت  په یوه لاسوهونکي  اقدام کې په برلین کې د ایران د اسلامی جمهوریت دس فارت شارډزافیراحضار کړ او دوه ایراني ډيپلوماټان ئې وویستل.  

زمونږخبریال راپور راکړ، دتهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي  د جمعې لمانځه په خطبو کې دې ته په اشارې سره چې د تندر ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه جمشید شارمهد په عدالت کې  دخپل وکیل په شتون سره  په پانسۍ محکوم شوی ،په دې په دې بابد جرمني د  حکومت د لاسوهونکي  چلند باندې سختې نیوکې وکړې او وې وئيل، دجرمني حکومت  او بشری ضده  رسندویو دغه موضوع له مشکل سره مخ کړه او  حتی د جرمني حکومت ځیني ا یراني ډيپلوماټان هم وویستل  چې لازمه  ده  د ایران ولس له خارجه وزارته   تمه لري ، له دغو سپيرو  اقداماتو سره  مناسبت   چلند وکړي.

حجةالاسلام  کاظم صدیقي  په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې     د اسلامی انقلاب    د بریالیتوب له هماغه لومړنۍ ورځې څخه  ختیځي او لویدیځي  نړیوالو قدرتونو غوښتل  د ایران په اسلامی انقلاب ګوزارونه وکړي، زیاته کړه، داسلامی ایران  دښمنانو د نرم جنګ او د قومیّتونو د لمسونې پشمول په مختلفو حربو سره  داخلی  اختلافات زیات کړل او لمن ئې و رته ووهله ،خو دغه دښمنۍ د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په تدبیر او د ولس په ملګرتیا سره شنډ شول.

د تهران د  جمعې لمانځه خطیب  روښانه کړه،  له بشپړ سنبالو  اته کلن پوځي او اقتصادي  تپلي جنګه وروسته  چې د اسلامی ایران د بریالیتوب سبب شوی دښمنانویو نوی کړچار وړاندې کړ او هغه جنګ ،یرغلونه، او کلتوری شبخون او  کلتوری یرغلونه وو. هغه همدرااز د دښمنانو سره په مبارزې کې د سپاه پاسدارانو  رول بې بدیله وبالۀ او وې وئيل، سپاه پاسدارانو د اسلامی ایران په ضد په ترکیبی جنګ حوزې کې  او د دفاعي توان په پیاوړتیا کې بې بدیله رول لوبولی دی .