زدکړه د افغانستان د انجوڼو له اساسي حقوقو څخه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128642-زدکړه_د_افغانستان_د_انجوڼو_له_اساسي_حقوقو_څخه_دي
د مېرمنو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیالې ویلي چي افغان زده کوونکي چي د طالبانو د حکومت د پرېکړې له امله له تحصیل نه پاته شوي، کولایشي د زده کړې لپاره د ایران سرحدي ښارونو ته راشي.
(last modified 2023-02-27T03:57:05+00:00 )
Feb 27, 2023 08:25 Asia/Kabul
  • زدکړه د افغانستان د انجوڼو له اساسي حقوقو څخه دي

د مېرمنو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیالې ویلي چي افغان زده کوونکي چي د طالبانو د حکومت د پرېکړې له امله له تحصیل نه پاته شوي، کولایشي د زده کړې لپاره د ایران سرحدي ښارونو ته راشي.

د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت د دې هیواد پوهنتونونو ته امر کړی دی چي ښځینه محصلینو ته له ښوونې څخه ډډه وکړي.

د طالبانو حکومت هغه مهال د ښځو او انجوڼو په تحصیلاتو بندیز ولګاوه چي په زرګونو انجوڼې پوهنتون ته د ننوتلو لپاره ازموینو کې ګډون کړي وه او د طب او ورته نورو زمینو کې تحصیل هیله درلودل.

زمونږ د خبریال له راپور سره سم، د مېرمنو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیالې انسیه خزعلي وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د قانوني لارو څخه په ځلونو د ښځو د زده کړې له ممنوعیت څخه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده او په دې باور دی چي تحصیل د ښځو له حقوقو څخه دی.

خزعلي دې ته په اشارې سره چي ایران افغان انجوڼو ته د روزنیزې مرستې او تحصیلي کتابونه استوي، جوته کړه: ایران د ملګرو ملتونو په غونډه کې هم په دې هکله یې خپله خفګان څرګنده کړې ده.