په ایران کې ۶۷۰ زره افغان زده کوونکي په زده کړو بوخت دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128782-په_ایران_کې_۶۷۰_زره_افغان_زده_کوونکي_په_زده_کړو_بوخت_دي
په ایران کې د نړیوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو مرکز اعلان وکړ چې څه باندې 670 زره افغان زده کوونکي په ایران کې په زده کړو بوخت دي چې د 1402-1401 تعلیمي کلونو لپاره د دغو زده کونکو د زده کړې لګښت له 352 ملیون ډالرو څخه ډېر دی.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Mar 01, 2023 08:59 Asia/Kabul
  • په ایران کې ۶۷۰ زره افغان زده کوونکي په زده کړو بوخت دي

په ایران کې د نړیوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو مرکز اعلان وکړ چې څه باندې 670 زره افغان زده کوونکي په ایران کې په زده کړو بوخت دي چې د 1402-1401 تعلیمي کلونو لپاره د دغو زده کونکو د زده کړې لګښت له 352 ملیون ډالرو څخه ډېر دی.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د حکم له مخې، هېڅ افغان ماشومان حتی هغه کډوال چې په غیر قانوني او له اسنادو پرته په ایران کې دي،باید له زده کړو بې برخې نه شي او دوی ټول باید د ایران په ښوونځیو کې شامل شي.

په ایران کې د نړیوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو مرکز له دغه حکم وروسته، د کورنیو چارو وزارت په ګډون له نورو دولتي ادارو سره په جدي  توګه تعقیبوي، څو ستونزې، محدودیتونه حل او افغان ماشومان له سمې زده کړو برخمن شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت له بندیزونو او خنډونو سره سره، د افغان زده کوونکو په ګډون چې د بهرنیو وګړو ډېری برخه جوړوي، د کډوال زده کوونکو لپاره د زده کړې او روزنې له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې مساوي شرایط برابر کړي دي.

په ایران کې د نړیوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو مرکز، د راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې نړیوالو مؤسسو په تېرو دوو کلونو کې په ایران کې د افغان زده کوونکو د زده کړې له ۳،۹ سلنه څخه کم لګښت ورکړی دی او د ایران اسلامي جمهوریت د افغان زده کوونکو د زده کړو ۹۶،۱ سلنه لګښتونه په غاړه اخیستي دي.

د ایران د پوهنې وزارت د عامه اړیکو د معلوماتو له مخې، په دغه راپور کې راغلي چې د دغو مؤسسو لپاره اړینه ده، چې په ایران کې د مېشتو افغانانو زده کوونکو لپاره د عامه زده کړو کیفیت او کمیت ته ډېره پاملرنه وکړي او د ښوونځیو د جوړولو او چلولو لګښتونو د زیاتوالي په برخه کې لا زیاتې مرستې وکړي.