د حضرت علي اکبر ع زوکړه دې پر تاسو ډیره مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128916-د_حضرت_علي_اکبر_ع_زوکړه_دې_پر_تاسو_ډیره_مبارک_وي
نن د شنبې ورځ د ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ د میاشتې ۴ او د ۱۴۴۴هجري قمري کال د شعبان د میاشتې ۱۱ نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام د ګران زوي حضرت علي اکبر علیه السلام د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده.
(last modified 2023-03-04T03:19:17+00:00 )
Mar 04, 2023 00:54 Asia/Kabul
  • د حضرت علي اکبر ع زوکړه دې پر تاسو ډیره مبارک  وي

نن د شنبې ورځ د ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ د میاشتې ۴ او د ۱۴۴۴هجري قمري کال د شعبان د میاشتې ۱۱ نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام د ګران زوي حضرت علي اکبر علیه السلام د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده.

حضرت علي اکبر علیه السلام د درې دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې په یولسمه نیټه په مدینې کښې وزیږید.

د شهیدانو سلار حضرت امام حسین علیه السلام حضرت علي اکبر علیه السلام په خلقت، پنځون، اخلاقو او روحي صفتونو، وینا او ټولنیزو ادابو کښې په خلکو کښې رسول اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم ته ورته معرفي کاوه.

حضرت علي اکبر علیه السلام د یوشپیتم هجري قمري کال د محرم د میاشتې په لسمه نیټه د عاشورا په ورځ له خپل ګران پلار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه حضرت له وفاداره ملګرو سره یوځاې شهید کړی شو او په کربلا کښې د خپل پلار په څنګ کښې خاورو ته وسپارل شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کښې د حضرت علي  اکبرعلیه السلام د زوکړې ورځ د ځوانانو ورځ نومول شوي ده.

د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت علي اکبر علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو مینه او دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.