د زده کوونکو مسموم کول ستر جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129052-د_زده_کوونکو_مسموم_کول_ستر_جنایت_دی
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ایران کې د زده کوونکو د مسمومولو موضوع یو ستر او نه بښونکی جنایت وباله.
(last modified 2023-03-06T06:02:39+00:00 )
Mar 06, 2023 10:29 Asia/Kabul
  •  د زده کوونکو مسموم کول ستر جنایت دی

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ایران کې د زده کوونکو د مسمومولو موضوع یو ستر او نه بښونکی جنایت وباله.

د رهبرۍ معظم مقام دفتر اطلاع رسونې د راپور له مخې؛ د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله سیدعلي خامنه يي د درېیو نیالګیو له کېنول وروسته د زده کوونکو د مسمومولو موضوع ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې چارواکي او استخباراتي او د قانون نافذوونکي ادارې دې په جدي توګه دا موضوع تعقیب کړي او وفرمایل: دا موضوع یو ستر او نه بښونکی جنایت دی او که څوک په دې پېښه کې لاس ولري، عاملین او ترسره کوونکي یې باید سخته سزا وویني.

حضرت آیت الله سیدعلي خامنه يي دا کار د ټولنې د تر ټولو بې ګناه عناصرو، یعنې ماشومانو پر وړاندې یو جنایت او همدارنګه په ټولنه کې د رواني ناامنۍ او د کورنیو د اندېښنو لامل وباله او زیاته یې کړه: ټول باید پوه شي چې که څوک د دې جنایت د ترسره کوونکو په توګه په نښه او محکوم شي. د دوی به په هېڅ ډول ونه بخښل شي، ځکه چې دوی ته باید سخته سزا ورکړل شي ترڅو نورو ته عبرت ورګرځي.

د انقلاب معظم رهبر د سږ کال د نیالګیوکېنولو د ورځې په مناسبت د درېیو نیالګیو د اېښودلو د علت په اړه هم د«هر ایرانی لپاره درې نیالګي» په نامه شعار ته اشاره وکړه او وفرمایل: که هر ایراني د ټاکل شوي شعار پر اساس درې نیالګي کېنوي، د حکومت پلان به د یو میلیارد نیالګيو کیښودلو لپاره، له 1402 کال څخه او په څلورو کلونو کې به عملي شي.

حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي، د چاپېریال په ساتنه کې د نیالګیو اېښودلو ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د خلکو په مرسته د یو میلیارد نیالګیو کینول ممکن دي، زیاته کړه: د کارپوهانو مشوره دا ده چې د مېوه لرونکو ونو په کرلو سربېره د ځنګلي ونې او هغه ونې چې د هغوی لرګي هم اړین دي چې وکرل شي ځکه چې د لرګیو سوداګري د هېواد په اقتصاد باندې د پام وړ اغېزه لري.

هغوی څرګنده کړه: د واحد محصول اقتصاد پایله د هېواد اوسنی حالت دی، چې د ملي اسعارو د ارزښت او انفلاسیون په برخه کې ستونزې لري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ستونزو د هوارۍ لپاره د چارواکو هڅو ته په اشارې سره وفرمايل: چارواکي بايد له ټولو ممکنو اقتصادي لارو چارو کار واخلي څو د خلکو د ستونزو د حل لپاره سمې حل لارې ته ورسېږي.