ایران به د خبرو اترو له میزه لاړ نشي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ډيپلوماسۍ او د خبرو په لاره کښې ثابت قدمه دی او د ملي ګټو په ساتلو سره د اټومي خبرو نتیجې ته د رسیدا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه نن په تهران کښې د مقاومت د ډيپلوماسۍ او د مرحوم حسین شیخ السلام درنښت په غونډې کښې په دې خبرې باندې ټينګار سره چې ایران د خبرو اترو او د ډيپلوماسۍ په لاره کښې ثابت قدمه دی او د خبرو اترو له میز څخه به لاړ نشي وویل امریکا او اروپايي هیوادونو ته مو په صراحت سره ویلي دي چې د سرو کرښو رعایتول ، د ملي ګټو تامینول او په عین حال کښې داسې موافقې ته رسیدل چې ټول لوري ورته پاې بندۍ وښيي د ایران په جدي اجنډا کښې شته.
حسین امیر عبداللهیان وویل مونږ د سیاسي خپلواکۍ په لاره کښې نه ختیځ او نه لویدیځ ته ژمن یوو خو په عین حال کښې له ختیځو او لویدیځو هیوادونو سره خپلې بهرنۍ اړیکې تعقیبوو او هرچیرې چې د ایران د ګران او د ستر ملت لپاره ګټه وي نو هلته شته یوو.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د فلسطین او د مقاومت له موضوع به شاتګ ونکړو؛د اوکراین د افغانستان د یمن او د فلسطین کډوالې ښځې او ماشومان زمونږ ګډ درد دی او مونږ د جنګ مخالف یوو او د اوکراین په جنګ کښې د هیڅ لوري مرسته نه کوو.