د ایران ولسمشر د اسلامي انقلاب مشر ته مبارکي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129874-د_ایران_ولسمشر_د_اسلامي_انقلاب_مشر_ته_مبارکي_ورکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر بیګا د اسلامي انقلاب له ستر لارښود سره په ټيلي فوني تماس کښې د نوي کال د مبارکۍ په ترڅ کښې د هغه حضرت د ملاتړونو او د لارښونو قدرونه وکړه.
(last modified 2023-03-22T02:47:25+00:00 )
Mar 22, 2023 04:30 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د اسلامي انقلاب مشر ته مبارکي ورکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر بیګا د اسلامي انقلاب له ستر لارښود سره په ټيلي فوني تماس کښې د نوي کال د مبارکۍ په ترڅ کښې د هغه حضرت د ملاتړونو او د لارښونو قدرونه وکړه.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي له حکومته د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله  العظمی سید علي خامنه اي د ملاتړونو او د لارښونو په ملاتړ سره ټینګار وکړ د ایران حکومت به په نوي  هجري لمریز کال کښې په ټول توان سره د خلکو د اقتصاد او د معیشت ښه کول او د کال د شعار تحقق تعقیب  کړي.

په دغه ټیلي فوني تماس کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي هم د خلکو د خدمت لپاره د حکومت د بریالیتوب لپاره دعا وکړه .