د ایران متوازن بهرنی سیاست او ډيپلوماسي په سمه لاره روانه ده
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې د ایران خارجه وزیر د سعودي عربستان له خارجه وزیر سره دوه ځله ټيلیفوني خبرې او مشورې کړي دي او په روژې میاشتې کې ئې د خپل مینځئ ګډې ناستې په باب هم مشورې او د نظر تبادله کړې ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر نن پخپل یوه ټولنیز پيغام کې په نوي لمریز کال کې په مختلفو هیوادونو کې له خارجه وزیرانو سره خپلو ټيلیفوني مشورو ته په اشارې سره ولیکل،په وروستیو شپو ورخو کې د آسټریا،آسټریلیا،عماان،قطر،کویت،ترکیې،امارات،سویس،پاکستان، ملایشیا عربستان، لیبیا اوسورئې له خارجه وزیرانو سره مشورې او د نظر تبادلې شوي دي.
فارس خبری آژانس راپور ورکړی، حسین امیر عبداللهیان همداراز د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف سره د کتنې او خبرواترو په خاطر ماسکو ته د خپل راتلونکي سفر خبره هم کړې ده.
د ایران خارجه وزیر همداراز د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو او دوو اړخیزو مناسباتو په باب له ځينو نورو همڅنګو سره هم ټيلیفوني خبرې کړي د ي.
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې د ایران خارجه وزیر د سعودي عربستان له خارجه وزیر سره دوه ځله ټيلیفوني خبرې او مشورې کړي دي او په روژې میاشتې کې ئې د خپل مینځئ ګډې ناستې په باب هم مشورې او د نظر تبادله کړې ده.
ټاکل شوې ده دایران خارجه وزیرد مارچ په ۲۹ نیټه د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف سره دلیدو کتو لپاره ماسکو ته په سفر لاړشي.