امیر عبداللهیان روسیې ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130276-امیر_عبداللهیان_روسیې_ته_ولاړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ له تهران څخه مسکو ته ولاړ.
(last modified 2023-03-28T21:41:21+00:00 )
Mar 29, 2023 02:08 Asia/Kabul
  • امیر عبداللهیان روسیې ته ولاړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ له تهران څخه مسکو ته ولاړ.

د ایرنا د راپور له مخې، حسین امیرعبداللهیان به مسکو ته د خپل سفر په لړ کې له خپل سیال سرګي لاوروف سره کتنه او خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې په دې کتنه کې به دواړه خواوې په مهمو نړیوالو مسایلو لکه د سوریې، افغانستان، قفقاز او د کسپین سمندرګي د پرمختګونو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړي.

د دوه اړخیزو اقتصادي مسایلو په اړه بحثونه او د شمال-جنوب ټرانزیټي دهلیز د امیرعبداللهیان او لاوروف ترمنځ د غونډې نور اصلي موضوعات دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به دواړه خواوې د بندیزونو د لغوه کولو په اړه هم خبرې وکړي.