د سیمې په جیوپولټیک کې هرډول بدلون باطل دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130332-د_سیمې_په_جیوپولټیک_کې_هرډول_بدلون_باطل_دی
د ایران خارجه وزیر د تهران او ریاض د اړیکو د احیا په اړه هم وویل دیر ژر به د عربستان له خارجه وزیر سره کتنه وکړم او د دوه اړخیزواړیکو د ورستنیدا او سفارتونو د پرانستل کیدا په اړه خبرې اترې وشي .
(last modified 2023-03-29T21:15:45+00:00 )
Mar 30, 2023 01:41 Asia/Kabul
  • د سیمې په جیوپولټیک کې هرډول بدلون باطل دی

د ایران خارجه وزیر د تهران او ریاض د اړیکو د احیا په اړه هم وویل دیر ژر به د عربستان له خارجه وزیر سره کتنه وکړم او د دوه اړخیزواړیکو د ورستنیدا او سفارتونو د پرانستل کیدا په اړه خبرې اترې وشي .

 

د ایرنا له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان له خپل روسی همڅنګ لاوروف سره په ګډ خبری کانفرنس کې زیاته کړه په قفقاز کې په روانو بدلونونو ځانګړی تمرکز وشو ځکه چی په دغه سیمه کې تاوتریخوالې د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان په ګټه ندې او په دغه سیمه کې امنیت د ټولې سیمې د امنیت او ثبات په ګټه دی .

امیر عبداللهیان  په تیر یونیم کال کې د ایران او روسیې د اقتصادي او تجارتي اړیکو په اړه هم وویل ښه پرمختګونه ترلاسه شوي دي او دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتی تبادلاتو اندازه څه د پاسه درې نیم برابره زیاته شوی ده .

د ایران خارجه وزیر د تهران او ریاض د اړیکو د احیا په اړه هم وویل دیر ژر به د عربستان له خارجه وزیر سره کتنه وکړم او د دوه اړخیزواړیکو د ورستنیدا او سفارتونو د پرانستل کیدا په اړه خبرې اترې وشي .

لاوروف هم په دغه کتنه کې ویلی دی د ایران پرضد ټول غیرقانوني بایکاټونه باید لغوه شي . لاوروف همداراز د دې خبرې په کولو سره چی برجام ځای ناستی نلری او روسیه د برجام د ژر تر ژره احیا غوښتنونکی ده جوته کړه نړۍ خپلو ژمنو ته د امریکا د ورستنیدا په تمه ده او ایران پرضد بایکاټونه باید لغوه شي .