په مسکو کې د ایران او روسیې د خارجه وزیرانو کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130388-په_مسکو_کې_د_ایران_او_روسیې_د_خارجه_وزیرانو_کتنه
د ایران خارجه وزیر مسکو ته په سفر کې له خپل روسی سیال سره، په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو او سیمه ایزو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-03-30T07:03:19+00:00 )
Mar 30, 2023 11:31 Asia/Kabul
  • په مسکو کې د ایران او روسیې د خارجه وزیرانو کتنه

د ایران خارجه وزیر مسکو ته په سفر کې له خپل روسی سیال سره، په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو او سیمه ایزو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړې.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د چهار شنبې په ورځ له خپل روسی سیال سرګئی لاوروف سره په کتنه کې، د دې په بیانولو چي د دواړو هیوادونو جګپوري پلاوي په مختلفو ډګرونو کې په سلامشورو لګیا دي، هیله وښوده چي تر راتلونکې میاشتې پورې د دواړو هیوادونو د خارجه وزارت حقوقي څانګې د اوږدمهاله همکاریو سند تنظیم کړي.

لاوروف هم په مختلفو ډګرونو کې د سیمې او نړۍ په کچه کې د ایران او روسیې تر مینځ ملګرتیا مهمه وباله او د اړیکو له پراختیا څخه هرکلی وکړ.

امیر عبداللهیان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ګمارنې وروسته، دا څلورم ځل دی چي روسیې ته سفر کوي، تېر کال هم د ایران خارجه وزیر لاوروف سره د کتنې لپاره مسکو ته په سفر تللی وو.

د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې د فډرېشن تر مینځ اړیکې په کاسپین سمندر کې د ګاونډیتوب، د ګډو سیمه ایزو اندېښنو او په نړیوالو چارو کې د ملګرتیا د امله د زیات اهمیت څخه برخمن دی.

په دې خاطر روسیې ته د ایران د خارجه وزیر وروستي سفر چي د دواړو هیوادونو د چارواکو تر مینځ د دوامداره سلامشورو په چوکاټ کې تر سره شوی له مختلفو اړخونو څخه د اهمیت وړ بلل کیږي، ایران او روسیه چي د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره پرېکنده هوډ لري، په عین حال کې د امریکې او د لوېدیځو له بندیزونو سره هم لاس په ګرېوان دي، چي البته دا مساله په سیمه ایزو او نړیوالو چارو کې د لازیاتو همکاریو لپاره د دواړو هیوادونو چارواکو انګېزه زیاته کړې ده.

ایران او روسیه همدارنګه په ډېرو سیمه ایزو او نړیوالو منجمله د منځڼي اسیا، قفقاز، افغانستان، یمن، عراق او سوریې او همدارنګه ټروریزم سره په مبارزې کې ورته نظریې لري، ټاکل شوې چي په دې زمینه کې راتلونکې اوونۍ د ایران ، روسی، سوریې او ترکیې تر مینځ د خارجه وزارت د مرستیالانو په کچه  څلور اړخیزه غوڼده وشي، په دغه غونډه کې چي په مسکو کې تر سره کیږي، د سوریې او ترکیې تر مینځ د لیدلورو د نژدې کولو هڅه کیږي.

د دوه اړخیزو اړیکو په زمینه کې ایران او روسیې، د اوږدمهالو همکاریو په چوکاټ کې د یو شمېر ستونزو په هوارولو لکه د بېخ بناوو د کمزورتیاو په لیري کولو، مالې لګښتونو او پانګونو باندې تمرکز کړي دي. همدارنګه په ټرانزیټي او بانکي ډګرونو کې ګډې اقتصادې طرحې   د دواړو هیوادونو د مسئولینو د پام وړ مسالې دي.

ټاکل شوې ده چي د روسیې او د ایران بانکې شبکې یو بل سره وصل شي، د دغو دوو بانکې شبکو وصل کېدا کولایشي د دواړو هیوادونو تر مینځ اکثره سوداګریزې ستونزې هوارې کړي.

د روسیې او ایران تر مینځ د ټرانزیټ د پراختیا او د شمال – جنوب د کرېډور فعلاه کول د دواړو هیوادونو لپاره خورا مهمې پروژې بلل کیږي، په دې لړ کې د رشت ـ  آستارا تر مینځ د رېل پټلی بشپړه کېدا کولایشي د ایران چابهار او بندر عباس د روسیې له پلازمینې مسکو سره، وصل کړي، د دغه کرېدور په فعاله کېدو سره، ایران او روسیه کولایشي د مخ په ودې اسیایي هیوادونو ته چي د غربیانو لاسرسي نه ورته کیږي، د سمندر او ځمکې له لارې صادرات تر سره کړي،  

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه ویلي چي روسیه تیاره ده چي په ټرانزیتي ډګر کې ایران سره، د لاسلیک شویو هوکړو په چوکاټ کې عملي اقدامات تر سره کړي څو دغه اقتصادي کرېدور فعاله شي.

په دې خاطر د ایران او روسیې ګډې ګټې زیاتې دي، دې ته په کتو سره، چي دواړه هیوادونه د تیلو او ګازو پ زمینه کې هم زیات پټانشیل لري، دغه ګډې ګټې د دواړو هیوادونو تر مینځ د دومداره سلامشورو ضرورت رامینځ ته کوی، چي مسکو ته د عبداللهیان سفر هم په دغه چوکآټ کې ارزول شوی دی.