امریکایي فوځې الوتکې ته د ایران د سمندري ځواکونو خبرداری
د ایران سمندري حدودو ته د امریکا د فوځې الوتکې له ننوتلو وروسته، د ایران سمندري ځواکونو دغه الوتکې د خبرداری په ورکولو سره، د ایران هوایي حریم ته د هغه د ننوتلو مخنیوی وکړ.
تېره ورځ د غرمې پر مهال د امریکې د سمندري ځواکونو ای پي درې ډوله الوتکې د فارس خلیج او د عمان د سمندر د پاڅه د ایران هوایي حریم ته ننوتۍ چي د ایران د سمندري ځواکونو له غبرګون سره مخ شوه او د سیمې پرېښودلو ته مجبوره شوه.
دغه استخباراتي الوتکه د معلوماتو د راغونډولو په هدف د ایران هوایي حریم د ننوتلو هڅه کړې وه.
د ایران سمندري ځواکونه د هند په بحیرې او د فارس خلیج په اوبو کې د سیمې تر ټولو په پیاوړی ځواک بدل شوی چي په ډول ډول جنګي کښتیو او اوبتلو باندې سمبال دی.
د ایران سمندري ځواکونه په کورنیو او نړیوالو اوبو کې د امنیت د ساتلو په موخه د مختلفو عملیاتونو د تر سره کولو له وړتیا څخه برخمن دی.