ریاض ته د ملک سلمان بلنې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مثبت ځواب
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130574-ریاض_ته_د_ملک_سلمان_بلنې_ته_د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_د_ولسمشر_مثبت_ځواب
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال له ریاض او د فارس خلیج له هېوادونو سره د تهران اړیکو ته په اشارې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ریاض ته د سعودي عربستان د پاچا بلنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.
(last modified 2023-04-03T07:21:09+00:00 )
Apr 03, 2023 11:48 Asia/Kabul
  • ریاض ته د ملک سلمان بلنې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مثبت ځواب

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال له ریاض او د فارس خلیج له هېوادونو سره د تهران اړیکو ته په اشارې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ریاض ته د سعودي عربستان د پاچا بلنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر له مهر خبري آژانس سره په مرکه کې وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي اصلي تګلاره له ایران سره د سیمې د هېوادونو د اړیکو نرمول او ښه کول ده.

مخبر همدغه راز د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ته له یوبل سره د لیدنې او خبرو په موخه د سعودي عربستان د پادشاه د بلنې په باب هم خبر ورکړ او وويل چې ملک سلمان رئیسي ته بلنه ورکړې چې دغه بلنې ته مثبت ځواب ورکړل شو.