د اسلامي هېوادونو مشران باید د اسلامي امت یووالی رامنځته کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130576-د_اسلامي_هېوادونو_مشران_باید_د_اسلامي_امت_یووالی_رامنځته_کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د یمن د عالي سیاسي شورا مشر ته په یو پیغام کې د اسلامي امت پر یووالي ټینګار وکړ.
(last modified 2023-04-03T07:42:38+00:00 )
Apr 03, 2023 12:10 Asia/Kabul
  • د اسلامي هېوادونو مشران باید د اسلامي امت یووالی رامنځته کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د یمن د عالي سیاسي شورا مشر ته په یو پیغام کې د اسلامي امت پر یووالي ټینګار وکړ.

د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د یمن د عالي سیاسي شورا مشر مهدي المشاط ته په یوه پیغام کې د روژې میاشت د عبادت، تزکیې، ځان زده کړې او له دنيوي چارو څخه د خلاصون میاشت وګڼله او د يمن، مسلمانانو او هغو کسانو لپاره چې د حق په لاره کې ګام پورته کوي، د ودې او پرمختګ هيله وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دغه پیغام کې ټینګار وکړ د اسلامي هېوادونو مشران باید د روژې په مبارکه میاشت کې د قرآنکریم په تعلیماتو په تکیه کولو او د دغه د خیر او برکت میاشتې پر معنویت په پابندۍ سره د اسلامي امت وحدت او یووالی رامنځته کړي.

ښاغلي رئیسي زیاته کړه، ټول مسلمانان باید په دې برخه کې په ګډو اقداماتو او هڅو سره په نړۍ کې د اسلام نوم اوچت کړي.

ښکاره خبره ده کله چې مسلمانان سره ووېشل شي نو د خپلواکۍ او پرمختګ په ګډون به خپلو لوړو موخو او هیلو ته ونه رسېږي.