د ایران د حکومت ویاند:
د اسرائیل د رژیم د اقداماتو ځواب په مناسب وخت کې ورکوو
د ایران د حکومت ویاند د اذربایجان د جمهوریت د چارواکو سختو خبرو ته په غبرګون کې وویل: تهران په پوره ځیر سره، د ایران او اذربایجان جمهوریت په وړاندې د اسرائیل چلند څېړي او په مناسب وخت کې به اړین اقدام تر سره کړي.
د اذربایجان جمهوریت څه موده کیږي چي د صهیونیست رژیم د چټي ادعاګانو تر اثر لاندې، په ایران باندې تورونه لګوي او تهران سره په خپلو اړیکو کې لانجې لټوي.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د حکومت ویاند علی بهادری په یوه خبري غونډه کې د دې په بیانولو چي ایران او اذربایجان جمهوریت نه غوڅېدونکې پیوندونه لري، جوته کړه: صهیونیستي رژیم چي د دواړو ولسونو دښمن دی، د اختلافاتو د رامینځ ته کولو هڅه کړې ده، لیکن ایران د دواړو ولسونو د دښمن اقدامات څېړي او په مناسب وخت کې به ورته ځواب ورکړي.
هغه په سوریې باندې د اسرائیل د رژیم وروستي برید او د دوو ایراني فوځي سلاکارانو شهادت ته په اشارې سره زیاته کړه: په بېړنیزو حالاتو کې اسرائیل ترهګریز اقدامات تر سره کوي، چي د ډیپلماټیک او حقوقي له نظره له ځواب پرته نه پاتې کیږي.
جهرمي همدارنګه د سعودي عربستان د باچا له لورې د ایران ولسمشر ته د رسمې سفر بلنې ته په اشارې سره وویل: د ایران او د سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو تر دې دمه درې ځلې خبرې اترې کړي دي او ټاکل شوې چي په راتلونکو ورځو کې سره وویني.