اسرائیل رژیم له پاشلتیا څخه د تېښتې لاره نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130612-اسرائیل_رژیم_له_پاشلتیا_څخه_د_تېښتې_لاره_نه_لري
د ایران د خارجه وزارت ویاند دې ته په اشارې سره چي اسرائیل رژیم له دننې د پاشلتیا څخه د تېښتې لاره نه لري وویل: هر څومره چې د لوېدیځې اسیا په سیمه کې ډیپلماسي او همپالنه پیاوړې شي، د اسرائیل د رژیم جنجالې اقدامات زیاتیږي.
(last modified 2023-04-04T06:59:07+00:00 )
Apr 04, 2023 11:26 Asia/Kabul
  • اسرائیل رژیم له پاشلتیا څخه د تېښتې لاره نه لري

د ایران د خارجه وزارت ویاند دې ته په اشارې سره چي اسرائیل رژیم له دننې د پاشلتیا څخه د تېښتې لاره نه لري وویل: هر څومره چې د لوېدیځې اسیا په سیمه کې ډیپلماسي او همپالنه پیاوړې شي، د اسرائیل د رژیم جنجالې اقدامات زیاتیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي په یو ټوییټ کې ولیکل: په سیمه کې د هیوادونو تر مینځ د اړیکو او همپالنې په پیاوړې کېدو سره، اسرائیل رژیم خپل ناوړه اقدامات زیاتوي، ځکه چي د اسرائیل د نیواکګر رژیم بقا او دوام په سیمه کې په ناامنی، جنګ او اختلافاتو باندې ولاړ دی، خو سره له دې اسرائیل رژیم به له دړي وړي کېدو نه هیڅ د تېښتي لاره نه لري او له دننې څخه به ړنګ شي.