د فلسطین د ملت د حقوقو ملاتړ نه بدلیدونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130752-د_فلسطین_د_ملت_د_حقوقو_ملاتړ_نه_بدلیدونکی_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل:د فلسطین د ملت د حقوقو ملاتړ او له صهیونیسټ رژیم سره مبارزه د اسرائیلو رژیم له جنایتونو او تیریو سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ په وحدت او د اسلامي امت په برخلیک کښې نه بدلیدونکی اصل او یو همیشنی ضرورت دی.
(last modified 2023-04-06T23:09:30+00:00 )
Apr 06, 2023 23:48 Asia/Kabul
  • د فلسطین د ملت د حقوقو ملاتړ نه بدلیدونکی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل:د فلسطین د ملت د حقوقو ملاتړ او له صهیونیسټ رژیم سره مبارزه د اسرائیلو رژیم له جنایتونو او تیریو سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ په وحدت او د اسلامي امت په برخلیک کښې نه بدلیدونکی اصل او یو همیشنی ضرورت دی.

هغه پرون د انډونیزیا له ولسشمر «جوکو ویدودو» سره په ټيلي فوني خبرو کښې د فلسطین د اوسني حالت په بیانولو او د اسلامي نړۍ د زړه په توګه د فلسطین په معرفي کولو سره د اسلامي ملګرتیا موسسې د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدا او د فلسطین د مظلوم ملت د دفاع لپاره د ګډې فیصلې د ترسره کولو او د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو سره د مقابلې غوښتنه وکړه.

د ایران ولسمشر رئیسي وویل اسلامي نړۍ په نړیوالو معادلاتو کښې د یوه اغیز شیندونکي بلاک په توګه ډیر پیوستون ته ضرورت لري او په همدې اساس د اسلامي هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د  هر ډول نوښت هرکلی کوي.

د انډونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو هم د اسلامي ملګرتیا موسسې د بیړنۍ غونډې د ترسره کولو لپاره د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د وړاندیز هرکلی وکړ او هیله یې وکړه د دغه غونډې جوړیدا د اسلامي هیوادونو د اړیکو د ډيرې پیاوړتیا زمینه برابره کړي.