ایراني قاري د نړۍ تر ټولو ستره د حسن قرائت سیالي وګټله
په سعودي عربستان کې د نړۍ تر ټولو ستره د حسن قرائت سیالي ایراني قاري یونس شاه مرادي وګټله او په دې بریا سره یې درې میلیونه سعودي ریال جایزه هم تر لاسه کړه.

د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ په سعودي عربستان کې د عطارالکلام تر عنوان لاندې د حسن قرائت او په خوږ غږ د اذان کولو سیالۍ ترسره شوې چې ایراني قاري یونس شاه مرادي په کې د حسن قرائت د لومړي مقام په تر لاسه کولو درې میلیونه سعودي ریال او د سعودي عربستان محمد الشریف د ښکلې اذان کولو لومړي مقام جایزې په تر لاسه کولو د دوه میلیونه سعودي ریالو جایزې تر لاسه کړې.
د حسن قرائت په دې سیالیو کې د سعودي عربستان عبدالعزیز الفقیه دویم مقام په ګټلو سره دوه میلیونه سعودي ریال جایزه او د مراکش هېواد زکریا الزریق د درېیم مقام په ګټلو د یو میلیون سعودي ریالو جایزه تر لاسه کړه.
رسنۍ وایي، په دې سیالیو کې بریالیو کسانو ته له دولس میلیونه سعودي ریالو څخه زیاتې جایزې ورکړل شوې.